د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي.
بلېنکن په ټوېټر پاڼه لیکلي، له زلمي خلیلزاد سره یې افغانستان کې د راتلونکو ګامونو، د ترهګرۍ له ګواښه د امریکا د خوندي ساتلو، په افغانستان کې د یو منصفانه او دوامداره جوړجاړي او دې هېواد کې پر دایمي او بشپړ اوربند خبرې کړې دي.
زلمي خلیلزاد هم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته یې د افغان سولې بهیر په اړه مالومات ورکړل.
نوموړی وایي، په شرایطو پورې د تړلې ستراتیژۍ په اړه يې خبرې کړې دي، داسې یوه ستراتیژي چې افغانستان ته سوله راولي، د خلکو لپاره د باثباته راتلونکي تضمین وکړي او هېچا ته اجازه ورنکړي چې له افغانستانه امریکا ته او یا یې هم متحدینو ته ګواښ پېښ کړي.
دا لومړی ځل دی چې زلمی خلیلزاد د ولسمشر جوبایډن په واکمنۍ کې د افغانستان د وضعیت په اړه له یوه جګپوړي امریکایي چارواکي سره لیدنه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې له افغانستان د امریکايي ځواکونو پر وتلو خبرې روانې دي او د دې سربېره دې هېواد کې د موقت حکومت بحثونه راپورته شوي دي
ورته مهال امریکا کې د افغانستان د وضعیت ارزولو یوې ډلې چې د کانګرس له خوا ټاکل شوې نوې ادارې ته سپارښتنه کړې ده چې د سولې له روانو هڅو د منلو وړ پایلې د تر لاسه کولو په موخه پکار ده چې تر راتلونکې می میاشتې امریکايي ځواکونه له افغانستان ونه ایستل شي.
کانګرس ته وړاندې شوی رپوټ کې ویل شوي، په اوسني حالت کې له افغانستان د ټولو امریکايي ځواکونو وتل، د کورنۍ جګړې، سیمه ییزې بې ثباتۍ او د القاعده له اړخه د پېښ ګواښ د بیا پیاوړي کېدو لامل ګرځي.
بل لورته توماس ویست د افغان سولې لپاره د امریکا د خاص استازي زلمي خلیلزاد د نوي مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.
زلمي خلیلزاد په یوه ټویټ پیغام کې ویلي چې ویست به یوې دایمي سولې او ثبات ته تر رسیدو پورې له ده سره همکار وي.
ویست د اوباما د واکمنۍ پر مهال د جو بایډن د سلاکار په توګه هم دنده ترسره کړې ده.