په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مذاکراتي ټیمونو تر منځ د خبرو ټکني کېدو سره افغان مرکچي پلاوي له خلکو سره د خبرو اترو لړۍ پیل کړې ده.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي چې د حکومت د مرکچي پلاوي ځینو غړیو پرون د کندهار ولایت له اوسېدونکو سره آنلاین غونده کړې.
ددې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې ګډونوالو د سولې په چوکاټ کې پر بشري حقونو، زدهکړو، د جنګیالیو پر بیا ادغام، بیان ازادۍ، ډیموکراسۍ او یو شمېر نورو مسایلو بحثونه وکړل او د خپلو نظرونو او وړاندیزونو پایله یې له مذاکره کوونکي پلاوي سره شریکه کړه.
سرچینه زیاتوي، د مرکچي پلاوي دوو غړیو مولوي عطاالله لودین او شریفې زرمتۍ په خپلو خبرو کې وویل چې د دوی پلاوي ته د خلکو نظرونه مهم دي او زیاته کړې یې ده چې دغه ډول لیدنو او له خلکو د مشورو اخیستلو ته به دوام ورکړي.
باید وویل شي چې له تېرو شاوخوا ۲۰ ورځو راپدېخوا په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بینالافغاني خبرو بهیر ځنډېدلی دی، خو د دولت پلاوی بیا وايي چې دوی خبرو ته تیار دي، ولې طالبان ورسره د مذاکراتو مېز ته نه حاضرېږي او د مذاکراتو پر ځای ځینو هېوادونو ته په سفرونو بوخت دي.
طالبان بیا وايي، خبرې درېدلې نه دی، بلکې د دوی پلاوی د مهمو کارونو له پاره ځینو هېوادونو ته سفرونه کوي او دا ځنډ طبعي دی.