استرالیا هيواد هغه درې کرکټرانو ته بیا ځلي په لوبډله کې د لوبېدو موقع ورکوي چې څه موده وړاندې یې په یوه ټیسټ سیالۍ کې د توپ خرابولو هڅه وکړه او بیا له بندیز سره مخ شوه.
ډیویډ ورانر، سټیو سمیت او بینکروفټ هغه درې لوبغاړي ول چې د جنوبي افریقا خلاف یې په کیپ ټاون کې د تیسټ سیالۍ پر مهال د بال ټمپرینګ هڅه وکړه چې وروسته بیا د اسټرلیا د کرکټ بورډ لخوا له بندیزونو سره مخ شوه.
هغه مهال د اسټرلیا کرکټ بورډ د بال ټمپرینګ په قضیه کې نائب لوبډلمشر په یوه کال سټیوو سمیت او کیمرون بینکرفټ بیا د ۹ـ۹ میاشتو له بندیز سره مخ شوه.
خو اوس د اسټرلیا د کرکټ بورډ اجرائیو مشر جمیز سدر لینډ د اسټرلیا په میلبورن کې د یوه راډیوي پروګرام کې ویلي چې هر کس دوېمې موقع غوښتونکی وي او دغه دوېیمه موقع هم اوس د هغه دریو لوبغاړو په لاس کې ده چې وخت وړاندې پرې بندیز لګېدلی وه.
جمیز سدر لینډ وایي کولی شي درې واړه لوبغاړي د غوراوي د ډلګۍ پر وړاندې ښه کارکردکي وښیي او د لوبډلې برخه شي.
۵۲ کلن سدر لینډ ویلي چې د درې واړو لوبغاړو سره له زړه همدردي لري او پر بندیز یې خفه دی.
دی زیاتوي؛ غواړي له بندیز سره مخ شوي درې واړه لوبغاړي بیا ځلې میدان کې د تېر په څېر هغوی له بهترینې لوبې سره وګوري او وایي یقین لري دوی دا کار کولی هم شي.
ویډیو؛
د اسټرلیا کرکټ بورډ اجرائیوي مشر د ډیویډ وارنر په تړاوو ویلي چې هغه ډېر ښه لوبغاړی دی او د یوه ښه کرکټر تر څنګ هغه د لوبډلمشرۍ ښه وړتیا هم لري.
یادونه باید وشي که چېرته ډیویډ وارنر د اسټرلیا کرکټ ته ستون هم شي، خو هېڅ کله به د دغه لوبډلې مشري ونشي کړای.
سره له دې چې اسټرلیا کرکټ بورډ اوس سټیو سمټ، ډیویډ وارنر او کیمرون بنکرافټ ته لوبډلې ته د بیرته ستنېدو موقع ورکړه، خو په ۳۱م د مارچ میاشتي ډیويډوارنر په یوه خبري کنفرانس کې په احساساتي ډول سره له خپلو مینوالو بخښنه وغوښتنه او ویې ویل چې ممکن نور هېڅ کله هم د اسټرلیا لپاره لوبه ونکړي.