ایران: د طالبانو په دریځ او تګلاره کې بدلون نه دی راغلی

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي ابراهیم طاهریان سره لیدلي دي.
طاهریان په دې لیدنه کې ایران ته د طالبانو د وروستي سفر په اړه وضاحت او معلومات ورکړي دي.
نوموړي ویلي ایران د سولې په اړه له طالبانو سره اوږدې خبرې لرلې خو داسې ښکاري چې دغه ډله پر خپل پخواني دریځ او تګلاره ولاړه ده او په دې برخه کې بدلون نه دی راغلی.
حنیف اتمر هم ویلي چې طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او تاوتریخوالی یې نه دی کم کړی.
اتمر د سولې په برخه کې د سیمې د هېوادونو همکاري هم اړینه بللې ده او ټینګار یې کړی چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېږي او طالبان دې پر خپلو ژمنو ودرېږي.
دا خبرې داسې مهال کېږي چې دوه ورځې وړاندې ایران یو ځل بیا د سولې برخه کې د افغان دولت د دریځ ملاتړ وکړو.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده رسنیو سره خبرو کې ویلي وه چې طالبانو سره یې لیدنه د افغان حکومت په غوښتنه وه او د خبرو له جریان څخه یې هم افغان دولت خبر کړی دی.
خطیب زاده زیاته کړې وه، دوی له افغان حکومت سره نه یوازې رسمي اړیکې لري بلکې ایران یو له هغو هېوادونو څخه دی چې په افغانستان کې د تېرو ۱۹ کلنو لاسته راړونو د خوندي کېدو غوښتونکی دی.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې الجزیرې د جواد ظریف له قوله راپور ورکړی وو چې ایران طالبانو ته ویلي چې په افغانستان کې له یوه ټولشموله حکومت څخه ملاتړ کوي.
هیره دې نه وي چې په دوحه کې د سولې بین الافغاني مذاکرات په ټپه ولاړ دي، څو ورځې وړاندې د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی ایران او د عباس ستانکزي په مشرۍ یو بل پلاوی بیا د مسکو په سفر وتلي وه.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي