بشري حقونو کمیسون: پر ملکیانو دې بریدونه ودرول شي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د افغانستان د بشري حقونو کمیسون وایې د هدفي وژنو او پر ملکیانو له حمله کولو دې لاس واخیستل شي.
دغه څرګندونې د بشري حقونو کمیسون پرون په خپل ټوټېر پاڼې کړي دي.
خبرپاڼې کې راغلي چې هدفي وژنې او پر ملکیانو برید کول بشري جنایت دی.
د بشري حقونو کمیسون دغه غبرګون پرون په پلازمینه کابل کې د هغو دریو حملو له امله کړی چې دوه کسان په کې وژل شوي او اته تنه نور ټپیان شوي دي.
پرون په دغو بریدونو کې د اصلاح ټولنې مرکزي شورا مشر محمد عاطف وژلی شوی دی.
یاده خبرپاڼه زیاتوي چې د دغو بریدونو عاملان به یوه ورځ تر عدالت را کاږل کیږي او عدالت به تامین شي.
د یادونې وړ ده چې دغو بریدونو مسوولیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی او طالبانو هم دغو بریدونو کې خپل لاس لرل رد کړي دي.
په ورته وخت کې د ملی امینت سلاکار حمد الله محب هم پرون د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له سفیر اندریس وان برانیټ سره په کتنه کې ویلي چې د طالبانو له لوري دې بریدونو ودرول شي.
د ملی امنیت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو افغانستان کې د سولې پر پروسې او د امن او ثبات د همکارۍ په اړه خبرې کړي دي.
دغه راز د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي رولانډ کوبیا د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو د نه پیلېدو په اړه هم اندېښه ښودلې ده.
د افغان دولت او طالبانو تر منځ تر اوسه دوهم پړاو خبرې لا نه دي پیل شوي.
د یاودنې وړ ده چې افغان دولت، طالبان د خبرو پر ځندولو تورن کړي.
طالبانو په دې وروستیو کې له مسکو او ایراني چارواکو سره د سولې خبرو لپاره لیدنه کړې ده.