المان:چې د سولې خبرې بریالۍ شوې بهرني عسکر به ووځي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د المان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس په تازه څرګندونو کې ویلي د بهرنیو ځواکونو ایستل دې په دې پورې مشروط کړل شي چې د افغانستان په سوله کې پرمختګ رامنځ ته کېږي او کنه.
د هغه په وینا که په سوله کې پرمختګ راغی او د بهرنیو ځواکونو وتلو ته زمینه برابره شوه تر هغه وروسته دې په دې تړاو پرېکړه وشي.
هایکو ماس وايي همدا چې مذاکرات په بریالۍ توګه پایلې ته ورسېدل نو دا د بهرنیو ځواکونو د وتلو وخت دی.
هایکو ماس داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې ناټو هم په افغانستان کې د خپلو سرتېرو حضور او وتل د سولې تر خبرو پورې مشروط کړي او امریکا هم وایي چې د وضعیت تر ارزونې وروسته به د حضور او یا وتلو په اړه پرېکړه کوي.
بل لورته امریکا ویلي، تر دې دمه یې په افغانستان کې د سرتېرو پر کمولو یا ډېرولو فکر نه دی کړی.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي په تازه خبري کنفرانس کې ویلي چې دوی په افغانستان کې او عراق کې وضعیت ارزوي او د سرتېرو د حضور، ډېرولو یا کمولو په اړه به تر خپلې ارزونې وروسته پرېکړه کوي.
د کربي په خبره تر دې دمه په افغانستان کې د سرتېرو پر کمولو یا ډېرولو هم کوم فکر نه دی شوی.
د امریکا ددفاع وزارت تر دې وړاندې ویلي وو چې دوی به د افغانستان د وضعیت هر اړخیزه ارزونه کوي او بیا به د خپل حضور په اړه پرېکړه کوي.
خو راپورونه وایي امریکايي حکومت اوس په دې باور دی چې طالبانو په ډېرو مواردو کې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی، نو ښایي پر خپله تګلاره کې بدلون راولي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي