د اروايي وېښتیا په لور پنځه پړاوونه

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
ژباړه: نوید صهیب

یو له ډیرو سختو مسائلو چې موږ په ورځني معنوي ژوند کې ورسره لاس او ګریوان یو، هغه زموږ د روحي ویښتابه یا بیدارۍ پړاوونه دي، چې کټ مټ لکه د ورېښمو له چنجي څخه د شاپرک جوړېدلو د مرحلې په څېر ترې تیرېږو. د یو انسان په نوم موږ همداسې د پام وړ یوه بدلېدونکي پړاو ته ور دننه کېږو او وروسته له ډیرو هلو ځلو خپلې روح/اروا ته د بیدارۍ او د خپل وجود د الهي پیرزوینې د اظهار لاره پرانیزو.

لومړی ګام؛

مخکې له دې چې د اروايي بیدارۍ مسیر ته دننه شو، معمولأ له یوې ترخې او ټکان ورکوونکې تجربې سره مخ کیږو. دا پېښه کیدای شي هر څه وه، اوسي لکه د یو نږدې دوست له لاسه ورکول، مرګ ته نږدې تجربې، سخته ناروغي، له اروایي/روحي سیال سره ملاقات او یا حتی شفا ورکوونکي انرژي ترلاسه کول.

دوهم ګام؛

د اروايي بیدارۍ په دوهم پړاو کې ښایي پخپلو انګیرنو او ادراک کې یو څه بدلون وګورئ او یو څه بېل احساس ولرئ. دا چاره په دې باندې اغېزه کوي چې تاسو خپل ځان څه ډول وینئ، ارزوئ او په حقیقت کې د ځان په اړه څه فکر کوئ! ورو ورو د هر څه په اړه پوښتئ، د حیرانتیا احساس به کوئ او په یو ډول نا آرامتیا کې به راښکېل وئ. پر دې سربېره د اروايي بیدارۍ نښو نښانو په ترلاسه کولو، توجه او تجربه پیلوئ. ښایي تکراري عددونه لکه ۱۱۱۱ په بار بار ووینئ، په یو وخت کېدونکې پېښې به تجربه کړئ، خوبونه، شهود/لیدنې او الهامونه به ترلاسه کړئ، داسې څه به اورئ او وینئ چې د نورو ورپام نه وي، ښایي د انزوا/ ګوښه‌توب په لوري تمایل پيدا کړئ او یوازېتوب خوښ کړئ.

درېیم ګام؛

د لومړي او دوهم پړاو په لیدلو او حس کولو پورې تړلي وو؛ خو دا پړاو د کار او عمل وخت دی. په دې ځای کې چې اوسئ په دې پوهیږئ چې په ژوند کې د ځان د رضایت او خوښۍ لپاره څه وکړئ؟ مګر د ذهن او نفس د وسوسو په وجه ښایي ډاډه نشئ او شک وکړئ او دا غواړئ چې هر څه وه آزمایئ او د خپل اروايي ډاډ لپاره هره خوا لاس واچوئ. په ژوند کې له ملګري نیولې تر کورنۍ له ټولو سره به کار او اړیکې له یوې نوې زاویې څخه ووینئ، په دې پیل کوئ چې خپل هدف ته د رسېدلو لپاره هر څه ته تغییر ورکړئ. په دې پړاو کې ډیر خلک دې پیژندل شوې پوښتنې ته رسیږي (چې موږ ولې دلته یو!؟)‍، د دوی ټولې هڅې او تشویشونه په ژوند کې د خپل اصلي هدف د پیدا کولو لپاره وي او امکان لري، چې په دې پړاو کې د سختو او قاطعانه پرېکړو لپاره جدي اړتیا وویني.

څلورم ګام؛

دا پړاو هغه وخت دی چې هر څه په آرامۍ سره ستاسو په خوا کېږي او ثبات ته رسي، دلته تاسو ډیر بدلونونه رامنځته کړي او د خپل ژوند له تګلارې به خوشاله اوسئ. د انزوا او یوازیتوب احساس به کوئ، خو پوهیږئ چې ستاسو اروا مناسبې پریکړې کړي، په ټوله معنا دا حس کوئ او پوهیږئ چې په روغ او سم مسیر کې قرار لرئ. همدارنګه لږ لږ د خپلو ټولو منفي احساساتو او انګېرنو سرچینه کشفوئ او پیژنئ. خپل تیر وختونه منئ او دا درک کوئ ولې دا ستاسو مخینه او ماضي ده، کومې چې اوسنی څوک جوړ کړی!. خپل ډیر فکرونه او انګېرنې له لاسه ورکوئ او هغه له نورو د ځان د بېلوالي عوامل بولئ، پخواني فکرونه او وهمونه به نور درته مهم نه وي، ځکه اوس تاسو په خپل اصلي ځای او مسیر کې ژوند کوئ.

پنځم ګام؛

د روحي ویښیتا په وروستي پړاو کې تاسو پوهیږئ، چې د روح/ اروا په مرتبه کې څوک یې، پوهیږئ چې له هر څه سره تړلي یاست او خپل واقیعت پخپله جوړوئ. تاسو نور په منفي احساساتو کې لکه ګناه، غوسه او وېره کې راښکېل نه یئ، بلکې له دې برعکس به یوه روښانه مسیر کې یاست. تاسو په اوس وخت کې ژوند کوئ، هره ورځ به په رښتینولۍ کې ژوند وکړئ او د حیقیقت په اړه به فکر او خبرې کوئ، ټولو ته به د وروڼو او خویندو په سترګه ګورئ او همداسې چلند به ورسره کوئ. په اصل کې به تاسو له خپل ځان سره په یوه بشپړ تعادل او برابرۍ کې واوسئ.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.