اردوغان: طالبان دې تاوتریخوالی پای ته ورسوي او اوربند دې وکړي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

ترکیه هیواد په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي او جګړې اندېښنه ښودلې ده.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له ولسمشر غني سره په تلیفوني خبرو کې ویلي چې د طالبانو له لوري په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی او دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده.
نوموړي پر طالبانو غږ کړی چې له جګړو لاس واخلي، له افغان حکومت سره خبرې یوې مثبتې پایلې ته ورسوي او دایمي اوربند رامنځ ته کړي.
دواړو لورو په دې تلیفوني خبرو کې پر دوه اړخیزه اړیکو او سولې خبرې کړې دي.
اردوغان ویلي چې له افغان ځواکونو به د ترکیې ملاتړ دوام کوي او دغه راز د سولې په پروسه کې هم هر ډول همکاریو ته تیار دي.
دوی ویلي چې په نږدې راتلونکې کې به د سولې په تړاو د ترکیې، پاکستان او افغانستان درې اړخیزه غونډه جوړه شي او دغه راز به د ترکیې او افغانستان د علماوو یو ګډ کنفرانس هم د افغان سولې په تړاو جوړېږي.
بل لورته د قطر هیواد هم په افغانستان کې وروستی تاوتریخوالی غندلی دی.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په وروستیو ورځو کې په کابل او ننګرهار کې ګڼې چاودنې شوې چې تلفات یې اړولي دي.
د سرچینې په خبره قطر د ترهګرۍ ټولې بڼې په کلکو ټکو غندي او د جګړې پر ښکېلو لورو یو ځل بیا غږ کوي چې تاوتریخوالی ودروي او مذاکرات چټک کړي.
قطر یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې د جګړو په ختمولو کې همکاري کوي.
قطر دمګړی د بین الافغاني مذاکراتو کوربه دی او د دغه هېواد چارواکي وایي چې دوی غواړي د افغان جګړې په ختمولو کې رغنده رول ولوبوي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي