لیکنه: مریم محمدي
که څه هم د اسلام په مبين دين کې زده کړه په ښځه او نارينه دواړو يو شان فرض ده، خو په ځينو کورنيو کې د نجونو په دې حق سترګې پټيږي او يوازې د کورنۍ نارينه اولاد ته دغه حق ورکول کيږي.
ډېر پلرونه او ميندې په دې فکر دي چې په انجونو د بل چا کور ودانيږي او دوی ته يې ګټه نه رسيږي خو په دې فکر نه کوي چې هغه نجلۍ چې د دوی کور ته د نګور په صفت راځي هغه هم چا لور کیدی شي، کنه.
باسواده او پوهه ښځه يوازې د خپلې کورنۍ نه، بلکې د خپلې ټولنې لپاره د ښه او ګټور خدمت جوګه کیږي.
راځم دې ته چې یوه باسوده ښځه کومې ځانګړنې لري؟
۱ــ د اولاد ښه روزنه کوي
تعلیم یافته مورکورنۍ، ولس او ټولنې ته دينداره اولاد وړاندې کوي. باسواده مورد خپلو اولادونو او د کورنۍ د نورو غړو روغتيا ته زياته پاملرنه کوي. له پاکۍ او صفايي نيولې بيا د کورنۍ د ګټې او مصرف ټولې چارې په ډېره ښه توګه تنظيموي.
۳ــ د خاوند احترام کوي
د خوشاله ژوند لپاره په کار ده چې متقابل احترام موجود وي. یوه با تعلیمه میرمنه د خپل خاوند اطاعت کوي او د قدر په سترګه به ورته ګوري. او په دې ډیره ښه پوهیږي هم.
۲ــ ښه میلمه پالنه کوي
افغانان چې میلمه پاله خلک دي کله یې چې کور ته میلمه راشي، نو کوربه تر خپل توانه ډیره هڅه کوي چې د میلمه قدر اوعزت ورته وکړي. تاسو به لیدلي وي د هغه چا په کور کې ښه میلمه پلنه کیږي په کوم کور کې چې یوه باسواده ښځه وي.
۴ــ تقوا داره وي
درسول صلی الله عليه وسلم وينا ده: ښځه چې کله پنځه وخته لمونځ اداکړي، د خپلې حيا ساتنه وکړي او د خپل ميړه اطاعت کوونکی وي، نو هغه چې جنت ته په کومه دروازه غواړي داخله دې شي. کله چې یوه ښځه د سواد له نعمت نه برخوداره وي طبیعي ده چې هغه به په اسلام کې هم د مطالعې له امله ډیر معلومات ولري همدا دی چې یوه باسواده ښځه با تقوا هم کیدای شي.
۵- مهالویش لري
هر څوک باید د کارونو د ښه تر سره کولو لپاره مهالویش ولري. باسواده میرمنې د کورکارونو، اولاد روزنې، میلمه پانې، دندې ترسره کولو او همدا راز ګڼو نورو کارونو لپاره ځانګړی تقسیم اوقات لري.
۶- باصبره وي
باسواده میرمن د فقیرتوب یا مسکینتـوب په وړاندې مقاومت لري او مبارزه کوي. بې ځایه مصرف نه کوي د خاوند اقتصاد په نظر کې نیولو سره خپل د کور توکي منظموي.
۷ -له پرمختک نه خبره وي
دا چې نړۍ ورځ تر بلې د پرمختک په حال کې ده نو باسواده میرمن په هر اړخیز مختګ ځان پوهه وي او ورسره مخکې ځي.
۸ ستونزې نه جوړوي
باسوداه میرمن د کـورنـيو مشکلاتو ختـمولو لپاره ځـانکـړی پـلان لري، د درک احساس یې ډېر وي، د ستونزو په وخت کې ټولو ته ښه ډاډ ورکوي، هغه کار کوي چې د کورني غړي پرې خوشاله لیږي.
۹- حلاله روزي لاسته راوړي
هغه شمیر باسواده میرمنو چې خاوند یې له لاس ورکړی وي، خیرات نه ټولوي، د بل چا د اوږو بار نه جوړیږي، په هرصورت کې حلاله روزي لاسته راوړي.
۱۱ – خپل خاوند ته مهمه وي
باسوداه میرمن د ځانکړي فیشین او موډ په کولو سره د خپل خاوند پام ځان ته جلبوي.
یادونه: باسواده میرمنې لسګونه نورې ځانګړنې نورې هم لري چې تاسو یې هم راته په کمینټ یا تبصره کې راته لیکلی شئ.