لیکنه: ارشاد رغاند
د کلونو مخکې خبره ده، په ننګرهار کې مې خبریالي کوله، د کورنیو تولیداتو په یوه نندارتون کې یوه خبریال ملګري ډېر کورني رختونه اخیستي و.
ورته حیران شوم او پوښتنه مې وکړه: په دې قیمتي رختونو څه کوې؟
ویل یې: دا مې … صیب ته اخیستي، هغه د کورنیو تولیداتو ډېر مینه وال دی، ډېرخوښیږي چې ویې کاروي.
د خبریال صیب یو مطرح سیاستوال و، ده ورسره نیږدې اړیکې لرلې، زه یې هم لېواله او بدرګه کوونکی وم.
نوې ځواني وه، ډېر خوشاله شوم چې د خوښې سیاستوال مې له اوږدې جلاوطنۍ سره بیا هم کورني تولیدات خوښوي او کاروي.
وروسته به مې ځينو دوستانو ته د هغه صیب په ستاینه کې ویل،چې هغه دومره وطن پرست دی، چې افغان لېبل لرونکې جامې اغوندي.
اوس کلونه اوښتي، په ژوند کې مې د نورو بدلونونو ترڅنګ په فکر او تعریفونو کې هم بدلونونه راغلي. اوس مې خپل صیب/ صیبان او د نورو صیبان تر یوه حده پېژندلي، د وطن د سیاست ډېر تیاره اړخونه را ته روښانه شوي، مطالعو، تجربو او مشاهدو ډېر درسونه راکړي.
اوس په دې باوري شوی یم، چې: د وطني لېبل جامو او نورو تولیداتو کارول نه؛ بلکې د وطني لېبل لرونکي انسانان او سیاستوال ضرور دي.
ما ته د تاریخ په کتابونو کې روښانه شوه، چې د سیاسي خلکو او نورو انسانانو په ظاهري لېبلونو یوازې زه نه یم غولیدلی. دا تېروتنه دلته له پېړیو، پېړیو شوې او که ځان ته توجیه ولټوم نو ویلی شم، چې زما نسل ته هم په میراث پاتې ده.
ما ولوستل چې:
– دلته پردي لېبل لرونکو د پیر او ملا جامې واغوستې، د وطن د ازادۍ په اتل پسې لښکرونه وویستل او وطن نه یې ډېرې لیرې تېښتې ته مجبور کړ.
– دلته پردي لېبل لرونکو د کور، کالي او ډوډۍ د برابر وېشونکو جامې واغوستې، د کور پرځای یې خلک ګور او زندانونو ته واستول، د جامو پرځای یې کفنونه ورکړل او په ډوډۍ پسې یې د پردو وطنونو مساپر او خیرات خواره کړل.
– دلته پردي لېبل لرونکو د اسلام د پتنګانو جامې واغوستې، د اسلام ژغورنې په نوم یې ډېر داسې څه وکړل، چې له اسلامه اوښتي ځینې د دوی بدعملۍ د خپلې نامسلمانۍ دلیل ښيي.
– دلته پردي لېبل لرونکو د ډیموکراسۍ جامې واغوستې، خو په عمل کې یې تر نورو ډیموکراسي ډېره ریشخند کړه.
– دلته پردي لېبل لرونکي دومره ډېر دي، چې د دې لېبلونو پر مخالفینو حتا ما(لیکوال) باندې هم ممکن د کوم پردي لېبل لرونکي شک وشي.
زه باوري یم، چې په داسې کیسو او تجربو کې تاسې ټول راسره شریک یاست. چې داسې ده راځئ لکه څنګه چې د صنعتي، زراعتي او نورو تولیداتو په استعمال کې د کورنیو لېبل لرونکو لپاره تبلیغ کوو یا یې اخلو، دې ته هم کمپاین وکړو چې په سیاست کې هم کورني لېبل لرونکي کارول غواړي.
دا کار به کیدای شي زر ممکن نه وي، ارماني او خیال پردازي به وګڼل شي، خو که دا فکر مو عام کړ او سیاستوال پوه شول، چې موږ څه غواړو یا به له خپلو لېبلونو سره علاقه کمه کړي او یا به د نويو سیاسي تولیداتو هڅه وکړي، چې د پردي لېبل پرځای د خپل وطن لېبل پرځان ولګوي !
رڼا راتلی شي، خو خواري غواړي !