لیکنه: سینان سمیت
ژباړه: غازي عابد
۱- لنډ او بشپړ ځوابونه. هغه اشخاص چې هغوی لنډې خو په دې لنډو جملو او ځوابونو کې دومره معلومات اوریدونکو او مخاطبینو ته وړاندې کوي چې ټول پرې وپوهیږي.
۲- له ځینو ښو میوزیکونو سره علاقه لري او ځانګړی ذوق لري. یعنې ځیني وخت په خپل ذوق سره ځانته څه شی جوړوي، که دا هر څه وي، مثلاً میوزیک، خوراک، کارونه، د ژوند بیلابیل اړخونه…
۳- متوسط او نارمل خوب کوي. نه بیخي ډیره بې خوبي کوي او نه خپل قیمتي وخت په اضافي خوب نیسي.
۴- تر ډیره چوپ او خاموش وي. بې ځایه او ډیرې خبرې نه کوي.
۵- د مطالعې او لوستنې زیات مینوال وي. له کتاب سره خاصه مینه لري.
۶- د مختلفو لیدلوریو او نظرونو لیوال وي. تل هڅه کوي چې له بیلابیلو فکرونو او نظرونو خبر شي.
۷- مهارتونه زده کوي او له بیلابیلو مهارتونو په مناسب ډول سره استفاده کوي.
۸- تل تقلید او پیروي نه کوي، بلکې خپله ابتکار کوي چې خلک یې ترې زده کړي.
۹- سرکشه وي، داسې سرکشه نه چې زیان اړونکی وي، بلکې هڅه کوي تل د ستونزو په مقابل کې سر پورته کړي او هدف ته ورسي.