ژباړه: محمد صادق کریمزی
سره له دې چې په افغاني ټولنه کې د شیدو په نسبت چای شین چای په زیات پيمانه استعمالیږي او له ډيرو ګټو هم برخمن دی، خو د استرالیا د میلبورن الفریډ روغتون څیړونکو په خپله نوې څيړنه کې موندلې چې په دوامداره توګه د شیدو چای څښل مو د زړه ضربان نارملوي او له فلج ناروغۍ مو ژغوري.
څیړونکي زیاتوي، په شیدو کې شته کافین د انسان عصبي سیستم پياوړي کوي او د نوسین په نوم د مضرو کیمیاوي موادو ناوړه اغیزه د فېبریلیشن ناروغۍ چې د زړه د ضربان یوه مشهوره ناروغي ده او د فلج سبب کیږي، له منځه وړي.
یاده څيړنه چې په شاوخوا دوه سوه زره کسانو ترسره شوې، دې پایلې ته رسیدلې چې د فلج ناروغۍ د خطر کمولو لپاره په اوسط ډول هره ورځ باید دوه ګیلاسه د شیدو چای وڅښل شي.
په یوه بله څيړنه کې چې د اوساکا د پوهنتون څیړونکو له لورې ترسره شوې پکې ویل شوي؛ د سهار چای او پکې د شیدو چای څښل مو د فلج له ناروغۍ ژغوري.
څیړونکي وایي؛ زیاتره خلک چې د ځينو ورځنیو مصروفیتونو له امله د سهار چای نه څښل خپل عادت ګرځولی، خو له دې ناخبره دي چې په دغه کار سره نه یوازې د زړه، فلج او ویني لوړ فشار په ناروغۍ اخته کیږي، بلکې د نورو وژونکو ناروغیو د برخلیک سره د مخامخ کیدو چانس یې هم بیخي زیات دی.