له خپه او خواشیني ملګري سره مو څنګه مرسته کولی شئ

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

 
ژباړه: غازي عابد
هیڅوک نه غواړي چې بل ملګری یې خپه او بیزاره وي، که چیرته دې ملګری یا بل کس خپه وي بیا نو ورسره ناسته پاسته نه کیږي او چاپيریال غمګین وي.
کیدای شي ستاسې ملګري په خپل کور کې لانجه کړي وي، له بل ملګري سره یې ستونزه راغلي وي، دنده یې له لاسه ورکړي وي؛ کوم نیږدې کس یې مړ شوی وي یا ناورغ وي، (یا هم د افغانستان غوندې هیواد کې ناخوالو ځورولي وي او خپه وي؛) نو که ته چېرته یو ښه ملګری یئ او رښتینې ملګرتیا پالئ، بیا نو هغه به بختور/بختوره وي چې ستا په شان ملګري لري، تر څو په دې سخت او کړکیچن حالت کې ورسره مرسته او همکاري وکړئ.
دلته په همدې اړه ځینې وړاندیزونه درته لرو چې داسې مهال باید څه وکړئ:
۱- پوښتنه ترې وکړه چې څه مشکل لري.
له هغه/هغې په داسې ډول پوښتنه وکړه چې مناسبه وي؛ کیدای شي درته یې لامل ووايي؛ لکه ورته ووایه: په دې وروستیو کې داسې خپه غوندې ښکارې، څه خبره ده؛ خیر خو دی؟!
پوښتنه کول په دې ښه دي چې کیدای شي هغه کس غواړي له چا سره ستونزه شریکه کړي، خو دې ته په تمه وي چې څوک ترې پوښتنه وکړي.
نو کله چې خپه کس درته خبرې شروع کړې؛ غوږ ورته ونیسه؛ خبرې یې مه پرې کوه؛ ضرورت نشته چې د خبرو له پای ته رسیدو وړاندې ورته نصیحت شروع کړې او ورته وغږیږې.
همداراز که چیرته هغه شخص نه غوښتل چې خبرې وکړي؛ همداسې یې پریږده؛ مه یې غږوه؛ ځکه کیدای شي ستونزه یې داسې وي چې څـومره یې په اړه غږیږي خواشینی او خپګان یې زیاتیږي.
بیا ورته انتظار وباسئ څو لږ وخت تیر شي؛ ممکن حالاتو لږ بدلون سره خبرو ته زړه ښه کړي یا بل وخت له تاسې سره ستونزه شریکه کړي.
۲- احساساتي یې وننګوئ.
د خپه انسان هغه احساسات چې درد په کې بیانوي د قدرداني وړ دي؛ باید قدردانی ورته وکړې او درک شي؛ بیا ورسره په منظم ډول داسې خبرې وشي څو له دې حالته وتو کې ورسره مرسته وکړي.
مثلاً ورته ووايئ: زه پوهیږم چې ته سخت دردیدلی یې؛ خو په دې خپه یم چې ته اوس هم داسې یې، باید له دې حالات نه تیر شې، پوه او ځیرک انسان یې، ژوند کې دا وي، دا ولې تر اوسه خپګان ته تسلیم شوی یې! په همدې ډول سره نورې تشویقوونکې او د مهربانۍ ډکې خبرې ورته وکړه.
باید د یوه وفاداره ملګري په حیث ورسره زحمت وباسئ؛ داسې وخت کې باید ملګري یا هغه شخص ته ځان نور هم وفاداره ښکاره کړئ.
دا به بده خبره وي چې د ستونزو پرمهال ملګری پریږدئ او له دې حالته د ژغورولو هڅه یې نه کوئ.
نو؛ که هغه شخص درته مشکلات وویل، نورو ته یې هغه ستونزه مه ور رسوه. همداراز که چېرته تا نه شول کولی چې دغه شخص وهڅوې، نو بیا بل کوم داسې باوري کس چې باور پرې کیدای شي او پوه وي، هغه نه مرسته وغواړه، یا یې کورنۍ او کوم همسلکي نه همکاري وغواړه.
۳- د ملګري په رواني حالت مو ځان پوه کړئ.
خپه کس ته شیطاني، جنګوونکي او بې ځایه خبرې مه کوه او په زخمونو یې مالګې مه دوړوه. مثلاً: که ښځه له خاوند خپه وي، داسې ورته مه وایه چې (تا ته مه نه ول ویلي چې واده ورسره مه کوه!) یا بل چا ته وایې تا ته ما نه ول ویلي چې هغه شخص سره ښه مه کوه او داسې نور…
دې وخت کې یې احساسات مه خرابوه او په ډیر ارام او غمشریکي توګه ورسره نرمې او کراره خبرې وکړه. داسې خبرې چې هیله بښونکي وي او راتلونکې ورته ښه تصویر کړه.
هسې نه چې ته ورته چغې شروع کړې؛ د لاخپه کیدو خبرې ورته وکړې او په جذباتي ډول یې دومره وپړسوی چې غوسه یې زیاته شي، کوم بل وران کار وکړي یا هم تر دې چې ژوند له منځه تلو ګواښ یې راپيښ شي.
۴- حوصله ناکه اوسه
کیدای شي ستا ملګری غلط ګام پورته وکړي یا په هغه وخت کې بیخي درته په ښه سترګه ونه ګوري؛ ممکن کوم ګزار او څپیړه هم درکړي؛ که داسې یې وکړل هیڅکله یې هم غلط مه اخلئ چې بدې یې راځئ یا دا کوم شخصي عمل و، بلکې، دا هر څه خیر دی تیر یې کړه؛ ځکه هغه انسان اوس په خپل ځان نه پوهیږي او تر سخت فشار لاندې دی، داسې وخت کې ترې هر څه کیدای شي.
هر وخت که یې خپګان خلاص او په ځان پوه شي بیا به درنه بخښنه هم غواړي، خوشحاله به هم درځینې وي او تا ته به بیا ډیر احترام لري.
۵- کله چې یې په وضعه پوه شوې او ممکنه وه، د خوښۍ لپاره یې ځیني لوبو باندې مصروف کړه
قدم وهلو ته یې ځان سره بوځه ، موسیقي پرې واوره، ټوکي ورسره وکړه، ځینې پخوانۍ د ساتیرۍ خوږې خاطرې ور په یاد کړه او په خوله یې خندا او په څیره یې ښکلا راوله.
۶- له ځانه سره یې چیرته نورو ملګرو خواته بوځئ
ریسټورانټ ته یې بوځئ، څه شی ګډ وخورئ، چیرته د غرمۍ ډوډۍ سره یوځای چمتو کړئ، د لوبو خوا ته یې بوځئ، یا ورته کله ډوډۍ وکړئ او بیا یې دعوت کړئ، څو یې وخت تیر شي، پام یې په بله شي او خپګان یې هیر شي.
۷- یو تحفه یا ډالۍ ورته واخلئ او ور یې کړئ
لکه ګلان ورکړئ، خواږه ورته واخلئ، څو یې تحفه په نظر کې شي او خفګان هیرولو کې ورسره مرسته وکړي.
۸- د دندې یا وظیفې په پیداکولو کې ورسره مرسته وکړئ
هڅه وکړئ چیرته ورته دنده یا مصروفیت پیدا کړئ چې که دنده پسې دا کس خپه وي، له دې اړخه بیرته ښه شي او غم یې ورک شي.
یا که دندې بغیر بل څه له امله خپه وي، نو دندې سره به یې غم کم شي او خپګان پر ځای به دې مسوولیت ته متوجه شي، خو دا شرایطو ته په کتو کیږي.
۹- داسې احساس ورکړئ چې تاسې د هغه لپاره ورسره ناست یاست.
کیدای شي خپه کس یوازیتوب خوښ کړي، که درته یې وویلي چې اوس یوازیوالی خوښوي، چې ترې لاړ شې ښه دی، ورسره یې ومنئ او ترې لاړ شئ، بل کوم ځای کې پټ کیښنئ، خو ورته ووایي چې کله یې خوښه شوه بیا دې درته زنګ ووهي یا غږ او احوال وکړي.
درنښت
ملګري مه خپه کوئ؛ بلکې ملګري مو ډیر کړئ!