د غوسې د کنټرول او زغم زیاتولو ۱۰مهمې لارچارې

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

لیکنه: مایو کلینک اداره
ژباړه: غازي عابد
ایا کله په رش او ګڼه ګوڼه کې له دې امله په غوسه شوي یاست چې کوم کس ټیله کړي يۍ؟ ایا کله مو له خپلو ماشومانو سره له دې امله چې تاسې ورته ویلي باید مرسته درسره وکړي، نه وي کړي او شورماشور مو ورسره جوړ کړی وي؟ هو کیدای شي شوي وي.
په اصل کې غوسه یا قهر دا یو نورمال حتا یو روغتیايي احساس دی، خو مهمه دا ده چې له دې احساس سره په مثبته لاره معامله یا ګام واخیستل شي.
همداراز کله چې غوسه له کنټروله ووځي؛ نو بیا ستا روغتیا، کار، ژوند او له نورو سره ملګرتیاوو ته مو هم سخت زیان اړوي.
نو که غواړئ چې غوسه مو کنټرول او حوصله مو ترلاسه کړئ؛ راځئ دا لس لارښوونې عملي کړئ:
۱- له خبرو وړاندې فکر وکړه
د غوسې پرمهال که هر ډول خبرې وکړې، خو وروسته بیا به په کړو خبرو پیښمانه یې. نو اړینه ده چې له خبرو وړاندې ښه فکر وکړې او بیا خبرې او ویناوې وکړې.
نور خلک هم وهڅوئ چې په داسې یعنې د غوسې په شرایطو کې د بې ځایه او احساساتي خبرو پر ځای له سنجیده خبرو کار واخلي.
۲- اول خاموشي، بیا وروسته عوسه ښکاره کړئ
څومره چې ژر ممکن وي له ځانه سره سم چټک فکر وکړئ، بیا خپله نا امیدي او غوسه په مناسب ډول بیان کړئ، خو نه په مخالفت امیزه ډول.
خپلې هغه ستونزې او اړتیاوې چې غوسه کړی یا نا امیده کړی یې، پرته له دې چې نورو خلکو ته زیان ورسوې، په واضح او هوښیاره شکل ووایه.
۳- سپورت ته مخه کړه
فزیکي فعالیتونه د هغو فشارونو په کمولو کې مرسته کوي چې ستا د غوسه کیدو لامل شوي دي. که چې پوه شوۍ چې غوسه کیږۍ یا مو غوسه زیاتیږي، نو چټک یا داسې ژوندي قدمونه واخلئ (تګ وکړئ) او په نورو خوندورو فزیکي کارونو مو ځان مصروف کړئ؛ دې سره به غوسه کنټرول شي.
۴- یو ځنډ واخلئ
وقفه یا ځنډ یوازې د ماشومانو لپاره نه دی، نو کله مو چې د ورځې په بیلابیل وختونو کې د فشار او بوج احساس کاوه، نو لنډې لنډې وقفې واخلئ، څو سترس یا فشار درباندې زورور نه شي. که یو څه وخت موږ وقفه واخلو او خاموشي غوره کړو، نو بیا حوصله ترلاسه کولی شو.
۵- حل لارې یې ولټوئ
د غوسه کیدو یوازې لامل یادولو پر ځای یې پر حل لارو کار وکړئ، څو مو حوصله پرځای شي. که کور کې مو ماشومان په تنګوي، دروازه ورپسې بنده کړئ. که چېرته ستاسې ملګری یا شریک هره شپه د ‌ډوډۍ لپاره ناوخته راپورته کیږي، نو د خوراک لپاره مهال ویش جوړ کړه او په هماغه وخت خوراک وکړئ او همداسې نورې چارې… ځکه غوسې سره خو هر څه نه سمیږي، بلکې غوسه هر څه ګډوډوي، بیا نو ولې وشي؟!
۶- د (زه) څرګندونه وکاروئ
د ستونزې د ویلو یا تشریح کولو پرمهال د ملامتوونې یا ګوت نیونې پرځای د خپل ځان (زه) کلمه کاروئ. مثلاً که ددې پرځای چې چا ته ووايې چې: تا له ماسره د کور په کارونو کې هیڅ مرسته نه ده کړې؛ ووایه: زه خفه یم چې تا له ماسره په میز باندې د شیانو په سمولو کې مرسته ونه کړه، یا د کور کارونو کې.
۷- کینه او بغض مه ساتئ
بخښنه ستر کار او ستره وسیله ده. ځکه که چېرته غوسې او نورو منفي احساساتو مخه ونه نیسئ او مثبت احساسات پرې پښو لاندې کړئ، نو په لوی لاس به مو ځان سختۍ، بې عدالتۍ او نورو ګڼو ستونزو ته ور برابر کړی وي. خو که چیرته د منفي احساساتو بیانولو او غوسې پر ځای بخښنه وکړئ، نو ملګرتیا به مو لا قوي شي او په ژوند کې به ډیر څه زده کړئ.
۸- یو ټوکه یا خوش طبعي وکړئ، څو تشویش لرې شي
یوه خوش طبعي یا لطیفه ویل کولی شي چې خفګان او غوسه راکمه کړي. ځکه په دې خوش طبعۍ یا ظرافت سره تر ‌ډیره مغز ارام مومي او د غوسې شدت یې کمیږي.
همداراز هڅه وکړئ چې د پیغوري او غندنې ډکو نیوکو او خبرو نه ځان وساتئ، ځکه دا مو د ژوند احساس خرابوي او ژوند مو تریخوي.
۹- د ارام اخیستلو مهارتونه وکاروئ
کله مو چې ارام او معتدل حالت، سخت او بد شو؛ نو د هوساینې مهارتونه وکاروه. لکه ژوره ساه واخله. په یخو اوبو مخ او لاس ووینځه ، یوه ارام بخښونکې منظره تصور کې راوله؛ یا له ځانه سره خاموشه کوونکې خبرې وکړه؛ لکه ووایه: (باید ګوزاره وکړم، دومره جدي نه شم، باید صبر او حوصله وکړم…) همداسې نورې لارې چارې استعمال کړه، څو ارام شې او غوسه دې ورکه شي.
۱۰- پوه شئ چې کله مرسته وغواړئ
د غوسې کنټرول د غوسې پرمهال د هر چا لپاره یو چیلینج وي. خو د غوسې پر وخت کله چې پوه شوۍ د ځینو شیانو له امله غوسه کیږۍ یا غوسه درځي، هڅه وکړئ هغه لاملونه یې له منځه یوسئ. دې لاملونو له منځه وړلو کې خپل هڅه وکړئ او له نورو هم مرسته وغواړئ. ځکه که چېرته غوسه شئ نو بیا یې ممکن زیان چارچاپير ټولو ته ورسیږي.
خو دې نقطه کې مهمه دا ده چې کله پوهیږئ غوسه درځي، نو ژر ځان کنټرول کړئ او یا هغه ځای پریږدئ د څه وخت لپاره چیرې چې ستاسو د غوسې لامل موجود وي.