لیکنه: سمسور تلاش
نن سبا په فیسبوک کې د پوک (Poke) په اړه ډير خلک تیروتي دي او فکر کوي چې په پوک سره یې د فیسبوک امنیت خوندي کیږي، خو داسې نه ده. پوک په فیسبوک کې د خبردارۍ یوه وسیله ده چې د ملګرو فکر پرې ځانته راړول کیږي.
ډير کسان؛ ملګري او د ملګرو ملګري په فیسبوک کې پوک کوي چې ډير علتونه لري. لکه:
• یوازې د چټک “هیلو” وویل
• د هغه فکر ځان ته را اړول
• یو چا ته ور یادولو لپاره چې تاسو د هغه ځواب یا پیغام په انتظار یاست
• د دې لپاره چې ستا د دې ملګري فیسبوک پروفایل ولیده
• د دې لپاره چې ملګری مو پوه شي چې تاسو د هغه په اړه فکر کوئ
• یوازې د تفریح لپاره
کله چې یو څوک پوک کړئ هغه ته خبرداري ورځي او په خبرداري چې کلیک کړئ تاسو یې بیرته پوک (Poke Back) کولی شئ.
اوس پوښتنه دا ده چې څنګه یو ملګری پوک کولی شو؟
د کمپیوټر (بروزر) له لارې یې طریقه داسې ده:
د هغه ملګري پروفایل ته به لاړ شئ
په دې ټڼۍ کلک کړئ او پوک کیکاږئ
په موبایل (اپلیکیشن) کې یې طریقه داسې ده:
د هغه شخص پروفایل ته به لاړ شئ
د کوور فوټو او نوم لاندې دا ټڼۍ کیکاږئ
او لاندې پوک کیکاږئ.
یاده دې وي چې Poke یوه انګلیسي کلیمه ده چې مانا یې چوخیدل یو څوک یا یو شی (په خاصه توګه په ګوته باندې).