که کور کې غوا یا نور څاروي لرئ او له شیدو یې استفاده کوئ، دا ټکي په نظر کې ونیسئ

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

لیکنه: نرګس صافۍ
باوري یمه چې په کلي یا هم له ښاره لږه لرې سیمه کې ژوند کوئ، څاروي به لرئ، غوا، مېږه او اوزه له شیدو خو یې حتماً ګټه اخلئ، نو دا چې حاصل ترې جوړوئ، څه باید وکړئ، دلته مو درته مهم ټکي راخیستي، هم یې تر نورو میرمنو ورسوئ او هم یې خپله زده کړئ.
۱ـ که د مستو تومنه تروشه وي، نو هغه د یوې کتان ټوټې څخه جوړه شوې خلطه کې واچوئ، تر هغې چې اوبه ور څخه وڅکیږي، وروسته هغه په تړمو شیدو کې واچوئ چې مستې مو خوږې راشي.
۲ـ کله چې شیدې ګرموئ نو په دیګ کې غوړه څمڅۍ یا قاشوغه مه وهئ ځکه چې شیدې مو خرابیږي او مخکې د شیدو له ګرمولو څخه باید دیګ د لوښو اینځلو په مایع ( شامپو) ووینځئ.
۳ـ په خاورینو لوښو کې مو مستې ښې جوړې او خونده ورې راځي لکه. کټوه، کنډولی او داسې نور دیګ ته ورته هغه شیان چې کلال یې جوړوي.
۴ـ که چېرته مو شیدې د ګرمولو څخه وروسته تروشې ( خرابې) شوې، نو لرې یې مه غورځوئ، لږې د لیمو اوبه پکې واچوئ له سره یې جوشې کړئ، بیا یې د چکې خلطه کې واچوئ، نو مزه دار پنېر به ترې جوړ شي.
۵ـ کله چې مستې تومنه کوئ، نو په یوه ځای کې یې ارامه کېږدئ، ډېرې یې مه خوروئ چې شیدې وخوځېدې بیا په سمه توګه تومنه نه اخلي.
۶ـ کله چې پېنر مو پوپنک ونیوه، نو خفه کیږئ مه ! د قندو یو څو دانې را واخلئ د پنېرو په هغه پوپنک شوي ځای باندې یې کیږدئ، سر یې وتړئ، نو هغه پوپنک به له منځه ولاړ شي.
۷ـ که پنېر مو وچیږي، نو د مخنیوی لپاره یې یو دستمال چې په سرکې باندې لوند وي، په پنېرو یې واچوئ، نو پنېر به مو ژر وچ نه شي.
۸ـ که غواړئ چې معلومه کړئ، شیدي خالصې دي کنه، نو یوه پاکه د کالو ګنډلو ستنه واخلئ او په شیدو کې یې ښکته کړئ، که یو څاڅکی شیدې ستنه کې ونښتې نو پوئ شئ چې شیدې پاکې او خالصې دي.
۹ـ که پنېر مو وچ شوی وي، نو په پاکو او سړو ( یخو ) اوبو یا هم شړمبو کې واچوئ او د ۲۴ ساعتونو لپاره یې پېږدئ بېرته به نرم شي.
۱۰ـ د پنېر غوڅولو ( ټوټې) کولو لپاره له چاقو نه بلکې له یوه نري او کلک تار څخه ګټه واخلئ چې پنېر مو میده میده نه شي.
۱۱ـ که غواړئ چې تازه جوړ شوی پنېر مو سخت ( کلک) شي، نو لومړی اوبه جوش کړئ چې کله سړې شوې بیا مالګه پکې حل کړئ او پنېر پکې د څه مودې لپاره پرېږدئ چې کلک شي.
۱۲ـ تر هغې چې مو شیدې په پوره ډول جوش ( خوټیدلې ) نه وي هېڅ کله ترې ګټه مه پورته کوئ، ځکه که ترې مستې، پنېر، کورت، جوړوئ، نو بې خونده راځي.
۱۳ـ که مو فکر کړی وي شیدې یو ډول خام بوی کوي چې ډېری خلک ترې بد وړي که غواړئ چې د شیدو بوی لري شي، نو کله مو چې جوشولې ۵ پاڼې د ماڼو پکې واچوئ بوی به یې ورک شي.
۱۴ـ کله مو چې شیدې جوشېدو ته نیږې شوې او خک یې وکړ، ژر یې له اور څخه مه ښکته کوئ لومړی پرې اور کم کړئ، بیا یوه پاکه څمڅۍ یا قاشوغه واخلئ شیدې پرې وخوروئ او څو دقیقې یې نورې هم په اور پرېږدئ چئ په سمه توګه جوش شي.
هیله ده چې زما دا لیکنه هغه ستونزو په حل کې د مرستې وړ وي چې په کورونو کې مېرمنې/نارینه ورسره مخ دي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.