په دې ناامنه شرایطو کې زده کونکې څنګه راتلونکې ته هیلمن کړو؟

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

لیکوال: عباد الله عارفې
هغه څه چي مونږ غواړو په راتلونکې کي یې په ترسره کولو خپل ژوند ته نوی رنګ ورکړو هیله یي بولې.
د ویلو ده چې د ښې زده کړي تر ټولو مهمه او اساسې موضوع راتلونکې ته هیلمن کیدل دي یعني یو زده کوونکی باید د خپل راتلونکې په اړه پوره ډاډه واوسې هغه باید دا فکر ونکړي ‘که زه مړ شم’ هغه باید تل د ژوند کولو او ژوند ته د یوي سرګرمۍ ورکولو په فکر کي واوسې او ووایې ‘چي دا کار مې بشپړ کړ بیا به ددي بل لپاره لاس په کار کیږم‘ چي همدا د هیلې بل مفهوم دی.
دلته مونږ ویلای شو که چیرته د راتلونکي لپاره هیله او هدف موجود نه وي نو بیا ښه او سالمه زده کړه ناشونې ده.
د نړۍ پرمخ به مو داسې انسان نه وي لیدلی چي ووایې ( زما هیلې پوره شوي ) یعني هر انسان په خپل دننه کي بي شمیره هیلې لري، خو مهمه خبره هیله په هدف بدلول او بیا هدف ته رسیدل دي.
مونږ انسانان په طبیعې ډول هغه وخت خپلي هیلې په هدف بدلوو کله چي د خپلي راتلونکي په اړه پوره ډاډه واوسو.
اوس د موضوع اصل ته راګرځو، داچي مونږ په یو داسې چاپیریال کي اوسو چیرته چي هره ورځ د وژنې، وینې تویني، او انفجار خبرونه اوریدل کیږي نو د راتلونکې په اړه هیلمن کیدل ډیر مشکل دي او همدا ددي لامل شوی چې زمونږ ډیری شمیر زده کوونکي یي له یو روانې بحران سره مخ کړي او نشې کولای هغسي زده کړي څرنګه چي پکار ده او په همدي اساس دوی د خپل برخلیک ټاکنه کي ډیري ستونزې لري.
همدارنګه مونږ داسي علتونه، دلایل او حتٰی داسې اشخاص په خپله ټولنه کي نلرو چي زمونږ زده کوونکې راتلونکي لپاره هیلمن کړي او که ویې لرو هم نو په ډیره کمه کچه به وي بلخوا ته که وکتل شي منفې اشخاص مو په ټولنه کي خورا په پریمانه اندازه موجود دي او دا هغه څه دي چې د ښې زده کړي لپاره مو د زده کوونکو روحیې ته زیان رسوي.
ددي لپاره چې زده کوونکي مو ښه زده کړه وکړي او د خپلي راتلونکې په اړه ډاډمن واوسې، باید څه وکړو؟
له هرڅه اړینه یې بولم چي زده کوونکی باید په لومړي قدم کي په روحیه سمبال وي نه په مادیاتو، هغوی ته باید داسې څه وویل شي چي د راتلونکې لپاره یي هیلمن کړي هغوی باید پدي پوه وي چي تر شا مو داسي خلک شته چي ملاتړ مو وکړي یا په بله ژبه، ننګه، حمایت او ملاتړ د ښي زده کړي لپاره تر ټولو اغیزمن تمامیدلای شي.
بله مهمه او اړینه خبره چي باید وویل شي هغه داده چي زده کوونکی باید د جنایې خبرونو، ټولنیزو رسنیو او د ټولنې له سیاسې اړخ څخه لیري واوسې او خصوصاً هغه زده کوونکې چي عمر یې د تر ۱۸ کالو کم وي ځکه دوی د هرڅه په اړه ډیر لنډ قضاوت کوي او هر څه ځانته راجع بولې دوی اکثره د حزبونو او ډلو د منفې تبلغاتو د ښکار سبب ګرځي او همدا ددوی د همزولو او ملګرو لپاره هم د یو ډول روحې نا انډولۍ لامل کیږي او هغوی د خپل راتلونکي په اړه اندیښمن کوي او منفي قضاوت کولو ته یې اړباسي.
بده به نه وي چي ووایم زده کوونکي ته باید په کورنیو چارو کي ونډه ورکړل شي د بیلګي په ډول زده کوونکي ته باید په کورنیو مسائلو کي د مشوري ورکولو حق ورکړل شي هغوی ته باید داسې احساس ورکړل شي چي ګوندي په فامیل کي خاص ځای لري او ټول ورته په احترام قایل دي؛ دا هم کولای شي زده کوونکي سره مرسته وکړي ترڅو د خپل راتلونکي په اړه هیلمن واوسې.
زده کوونکې ته باید په منظمه توګه په اوزګارو ورځو کي تفریح ورکړل شي هغه ته باید د خپل چاپیریال هغه ځایونه وروښایو چیرته چي د مینې او امن فضا حاکمه وي هغوی باید داسې احساس وکړي چي د نړۍ غوره موقیعت کي ژوند کوي او هغه ویره چي دوی یې د خپلي ټولنې په مقابل کي لري له منځه یوسې، که ژوند ورته د کور او ښوونځې ترمنځ محدود کړو نو په دي کار سره به مو یوازې د یوه زده کوونکي ژوند نه بلکه د هغه هیلې او فکر هم محدود ساتلی وي.
یوه بله خبره چي باید یادونه یې وشي داده چي د زده کړو تر څنګ باید د یوه زده کوونکي سپورت ته هم پام وشي او هر مازدیګر ورته د کم نه کم یو ساعت سپورت کولو موقع ورکړل شې ځکه سپورت کولای شي زده کوونکي سره د هغه د حوصلې په لوړوالې کي مرسته وکړي او پدي ترتیب هغه بیا په هر رقم سختو شرایطو کي خپلي هیلې نه بایلې او پدي پوره یقین لري چي (زه به ګټونکی یم).
د زده کوونکي په مخ کي باید د هیواد د روانو حالاتو په اړه منفي خبري ونشې تاسي نشئ پوهیدلای چي دا د یوه زده کوونکي په روان څومره بده اغیزه کولای شې او هغه ورسره څومره د خپل راتلونکې په اړه اندیښمن کیږي چي له بده مرغه باید ووایم زمونږ زیادتر هیوادوال د همدي عمل معتاد دي.
بر عکس که چیرته د یوه زده کوونکي په مخ کي د هیواد د روان بحران په اړه مثبت ټکې وکارول شي او د هغه څه په اړه وغږیږو چي ورسره په هیواد کي پرمختګ ته زمینه برابریږي او هیله بښونکې وي، تاسي به وګورئ چي دا عمل مو څومره د یو زده کوونکي پر روان اغیزه کړي ده او هغه یې د خپل راتلونکي په اړه څومره هیلمن کړی.
تشویقوونکې جملي او د بریالیو خلکو د ژوند کیسې هم درسره مرسته کولای شي تر څو یو زده کوونکی د هغه د راتلونکي په اړه هیلمنکړئ.
لکه:
– ته حتماً بریالی کیږي
– ”د موفقیت د بام پر زینه، هیڅکله بیروبار ندی “ انټوني رایینز
– ”انسان هغه څه ته چي مغز یې تصور کولی او باور کولی شي، حتماً رسیږي “ ناپیلئون هیل
– ”د کوچنیو بریاوو تعقیبول، د لویو بریاوو د لاسته راوړلو مقدمه ده “
او ” ته یې کولای شي “

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.