د نومبر په ۲۶ مه په سریلانکا کې د ۵ لوبډلو په ګډون د لانکا په نامه سوداګریزې کرکټ لوبې پیل شوې.
په دغه لیګ کې لومړۍ لوبه د پنجشنبې په ورځ د رحمان الله ګربز دې اړوند لوبډلې کېنډي ټوسکرز او د قیس احمد دې اړوند کولمبو کېنګز ترمنځ وه.
رحمان الله ګربز په لومړۍ لوبه کې د چټکې نیمه سلیزې بنسټ کېښود، هغه په ۲۱ توپونو نیمه سلیزه ووهله او د لیګ لومړۍ پنځوسیزه او چټکه هغه یې وه.
ورپسې په دویمه ورځ د جمعې په ورځ د پاکستان ریټایر پښتون الراونډر او ګالي ګلېډېئټرز لوبډلې لوبډلمشر شاهد افریدي هم چټکه نیمه سلیزه جوړه کړه او له رحمان الله ګربز څخه مخکې شو.
نوموړي د ۵ شپږیزو په ملتیا په شل توپونو پنځوسیزه پوره کړه او له رحمان ګربز څخه یو توپ په چټکه نیمه سلیزه کې مخکې شو.
خو د دوی دواړو ریکارډ د ویسټ انډیز انډری رسل د شنبې په ورځ د نومبر په ۲۸ مه مات کړ.
د رسل دې اړوند لوبډلې کولمبو کېنګز د حضرت الله ځاځي دې اړوند لوبډلې ګالي ګلېډېئټرز سره لوبه وکړه.
لوبه د باران له امله ۵ اورونو ته راښکته شوه.
د کېنګز لوبډلې رسل او ډېسېلوا اوپننګ ته راغلل، رسل په ۱۹ توپونو د ۴ شپږیزو او ۹ څلوریزو په ملتیا ۶۹ ناسوځېدلې منډې وکړې او ډېسېلوا په صفر اوټ شو.
له رسل سره په لس توپونو انګلستاني لاوري ایوانس ۲۱ ناسوځېدلې منډې وکړې.
کولمبو کېنګز لوبډلې په ۵ اورونو کې ۹۶ منډې وکړې.
د ګلېډېئټرز لوبډلې لپاره حضرت الله ځاځی او دنوشکا ګوناتیلیکا اوپننګ ته راغلل، ځاځي په ۶ توپونو شپږ منډې وکړې او ګوناتیلیکا بیا ۳۰ منډې جوړې کړې.
افریدي په ۶ توپونو ۱۲ منډې وکړې او د قیس احمد په توپ کېچ شو.
لوبه کولمبو کېنګز لوبډلې په ۳۴ منډو وګټله او دا د دوی دویمه بریا وه.
رحمان الله ګربز په دوه لوبوکې ۸۳ منډې کړي او د دوی اړوند لوبډلې ټوسکرز دواړه لوبې بایللي دي.
نن په سریلانکا لیګ کې د پرون په څېر دوه لوبې دي، لومړۍ لوبه چې دوه نیمې بجې پیلېږي پکې افغان لوبغاړي نشته او دویمه لوبه ماښام اووه بجې د ځاځي دې او ګربز دې لوبه ده.