د اسټرالیا په نیو ساوت ویلز سیمه کې له ۱۳ کلونو د کم عمره لوبغاړو ترمنځ د کشرانو قهرمانۍ جام لوبې ترسره شوې، په دغو لوبو کې د اسټرالیا یو لوبڅار ګېرارډ ابوډ هم امپایري کوله.
نوموړی په هغې لوبه کې هم لوبڅار و، چې زوی یې پکې توپوهنه کوله.
د هغې زوی خورا ښه توپوهنه نندارې ته وړاندې کړه، په ۹۸ منډو په سټرایک ولاړ و او د وروستي اوور وروستی توپ و، چې نوموړي خپل زوی په ناسم ډول اوټ کړ.
زوی یې د سلیزې په تمه و، خو پلار یې نوموړی په درغلۍ سره اوټ حساب کړ او د سلیزې ارمان یې له ځان سره یوړ.
له څېړنې وروسته پر لوبڅار ثابته شوه، چې ناسم اوټ یې ورکړی دی او خپل زوی سوځولی دی.
ګېرارډ ابوډ ۵ زره اسټرالیایي ډالر جریمه شوی او هم به ۱۲ میاشتې پرته له معاشه لوبڅاري کوي.
خپله ابوډ هم خپله تېروتنه منلې ده.
د اسټرالیا کرکټ بورډ ولې هغه جریمه کړ، ایا افغانستان کې لوبڅاران د ازموینې اخېستلو پرمهال ناسم اوټ نه ورکوي، لوبڅار سره دلته کله هم قانوني چلند شوی؟
د اسټرالیا کرکټ بورډ ځکه لوبڅار جریمه کړ، چې د کرکټ روح ته یې سپکاوی کړی، د اسټرالیا کرکټ بورډ وایي اصلاَ خبره د اوټ نه ده، خو اصلا خبره د هغه د سلیزې ده، چې ارمان یې له ځان سره یوړ.
د اسټرالیا کرکټ بورډ وايي لوبغاړي خواري کړې وه، له سختو توپونو یې ځان ویستلی و، د کرکټ روح ته یې په سلیزې سره ویاړ ورباخښه، خو لوبڅار یې دا هرڅه خاورې ایرې کړل.
له ناسم اوټ سره د توپوهونکي زړه ماتېږي، ځان فکر کوي، بیا فکري کېږي او په روان یې منفي اغېز غورځي.
دلته افغانستان کې حال څنګه دی؟
افغانستان کې چې کله یو روزونکی یا کوچ له لوبغاړو ازموینه اخلي، لومړی خو یې په تمریناتو کې توبه ګار کوي، بیا چې کله د تکړښت یا یوُ یوُ خورا سخت امتحان ترې واخلي، نورو پړاوونوکې لوبغاړي ته دامونه چمتو شوي وي.
لکه د توپوهنې پرمهال؛ مثلا کله د روزونکو زړه نه وي، چې لوبغاړی د لوبډلې لپاره واخلي؛ توپوهونکي په سخت ویکټو وراچوي، ګرین ويکټ وي، چې د کم تجربه توپوهونکي لپاره په لومړي ځل په سخت پیچ ودرېدل خورا سخت وي.
نو یو ښه کشر توپوهونکی چې له فطري وړتیا سره کرکټ ته راغلی وي، څلور، پنځه کاله یې مسلکي کرکټ په اکاډومي کې زده کړی وي، په دوو توپونو اوټ حساب کړي او ناکام یې کړي.
چې دا خپله د کرکټ له نړۍ سره او ملي کرکټ سره جفا ده او د هغه لوبغاړي د ژوند او ارمانونو بربادول دي، چې هیله یې د نړۍ په لوبغالو خپل بیرغ رپاند کړي.
کله چې له لوبغاړي امتحان اخلي، خورا خطرناک بالر ورته انتخابوي، چې چټک هم وي او بال کې تجربه هم لري؛ نو دا یې بله د ناکامۍ لاره، چاره وي.
کله چې لوبڅار ورته ولاړ وي، نو داسې ایل بي ډبلیو ورکوي، چې په هیڅ کتاب کې روا نه وي.
همداسې که له بالر امتحان اخلي هم اسانه ویکټ باندې یې وراچوي او د قوي توپوهونکی ورته ودروي، چې بالر وټکېږي، ترڅو کامیاب نه شي.
یعنې ټول د افغانستان کرکټ بورډ کارکوونکي داسې نه دي، بلکې ډېر مخلص او زړه سوانده خلک هم شته، چې د هېواد کرکت ته کار کوي او تکړه لوبغاړو ته موقع ورکوي.
د کرکټ بورډ مسوولین هم ځینې وخت حیران شي
د کرکټ بورډ په مسوولینو د واسطو باران وي، ځینې چارواکي، ځېنې وکیلان او نور بانفوذه خلک غواړي، چې خپل بچیان، خپلوان او خواخوږي په کرکټ ټیمونو کې ځای پرځای کړي، نو د کرکټ بورډ پر مسوولین فشار راوړي، ترڅو یو کمزوری لوبغاړی پرې ونیسي.
نو دلته که د کرکټ بورډ مسوولین دا چاره ترسره کوي، د یو تکړه لوبغاړي حق خوړل کېږي او که یې نه کوي، خپله دنده په خطر کې ویني.
نو پکار دا ده، چې کرکټ شفاف شي، چارواکي لاسوهنه ونه کړي او روزونکي باید په روڼ ډول لوبغاړي لوبډلو ته غوره کړي.
دا چاره بیا کولای شي د ښو لوبو په نتیجه زمونږ بیرغ رپاند کړي.