که په خوب کې خریږئ، دلته یې لاملونه او کورنۍ درملنه شته

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ژباړه: محمد صادق کریمزی
په خوب کې خریدل یوه ټولنیزه ستونزه ده چې د خوب د کمښت او د نورو د خوب د مزاحمت سبب ګرځي.
یو شمېر روغتیاپالانو په همدې اړه په ترسره کړیو څیړنو کې دې پایلې ته رسیدلي چې په خوب کې خریدل انسان د ساه بندۍ په مرض اخته کوي او د زړه په ناروغۍ د اخته کیدو خطر هم زیاتوي.
دغه روغتیاپالان په خوب کې خرهارې کولو ډير لاملونه یادوي چې د هغې له جملې یې هغه کسان چې نشه یې توکي کاروي، دویم د ډير عمر لرونکي کسان چې عمرونه یې د ۵۵ کلونو نیولي تر ۸۵ کلونو پورې وي، دریم هغه میندې چې اومیندوارې وي او د هغو کسانو چې د پزې داخل هډوکی یې کوږ وي او یا د پزې بندښت ولري، ددغه ناروغۍ د شتون احتمال پکې زیات وي.
 
دغه روغتیاپالان ځیني دا لارښوونې کوي چې له امله یې د یادې ستونزې مخنیوی پرې کیدلای شي:
لومړی؛ په قطعي صورت د خوب له درملو د خوړلو ډډه کول
دوی سپارښتنه کوي هغه کسان چې یاده ستونزه لري، باید د خوب راوستونکې درملو ځکه ځان وساتي چې پدې سره خوب ډیریږي او د خرهار لامل ګرځي.
دویم؛ چاغوالی
روغتیا پالان وایي، یاده ستونزه د خوارو یا ډنګرو کسانو په چاغو کسانو کې ډيره وي او باید د هر قسم سپورت کولو په وسیله ترې باید ځان وساتل شي.
دریم؛ دځينو دواګانو اوسپريو په وسیله
څیړونکي د خرهار په کمولو کې د ډاکتر سره په مشورې هغه درمل اوسپرۍ ګان اخیستل چې د پزې پيپونه پراخوي او د اسانې ساه اخیستنې لامل ګرځي.
څلورم؛ د خوب طرز بدلول
دوی زیاتوي هغه کسان چې په خوب کې د خرهار کولو ستونزه لري، د خوب پر مهال دې په خپل طرز کې بدلون راولي، مثلآ: که چپه څملي، نو راسته دې څملي او که راسته څملي، نو ستوني ستاخ او که په یوه ډډه څملي، نو بلې ډډې ته دې بدله کړي چې له دغه ستونزې خلاص شي.
څیړونکي زیاتوي له دې سره سره یو شمیر نورې لارې هم شته چې په وسیله یې هغه کسان چې دغه ستونزه لري په اسانه توګه ځان خلاص کړي.
ځینې روغتیا پالان بیا د توصیې په شکل وایي، د مڼې، ګارزې یوه اندازه سرکه او د لیمو مکس جوس هم کولی شي چې د شپې مهال مو د خرار کولو وژغوري.
دوی زیاتوي، د نشه یي توکو د کارولو په کلکه ډډه کول، د شپې مهال د شیدو څخه د جوړو شویو لبنیاتو ځان ساتل او له ویده کیدو تر مخه د پزې د سوریو په بشپړه توګه پاکول هغه اسانه لارې دي چې د شپې د خوب پرمهال مو د خرهاري او ورسره د ملو ناروغیو مخه نیولای شي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.