د بیل ګیټس د ژوند ځینې عجیب اړخونه

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د هارورډ کې د پوهنتون له پرېښودلو، د مایکروسافټ تر میلیاردرۍ او بیا په نړیواله کچه تر بشردوستانه کارونو پورې بیل ګیټس له لوړو ژورو ډک ژوند درلود.
هغه د یو سخت سري مدیر، وتلي مفکر او د یو داسې چا په توګه مشهور دی چې په ډیره ساده ګۍ د لوښو له وینځلو خوند اخلي.
دلته درسره د بیل ګیټس د ژوند ځینې داسې څو کیسې شریکوو چې ښايي ډیرو ته نوې وي. دا کیسې د نوموړې په اړه له لیکل شویو کتابونو، دده د همکارانو د ویبلاګ له پوسټونو او مرکو رابرسیره شوي دي.

1- په لیسه کې له زلمکي بیل ګیټس د ښوونځي ادارې وغوښتل چې د دوی کمپویټرونه وکاروي او د ټولګیو لپاره مهال ویش او لیستونه جوړ کړي. ګیټس له دې فرصت څخه په استفادې ټولې هغه نجونې چې دده خوښې وې په خپل ټولګي کې شاملې کړې.
2- په هارورډ پوهنتون کې په حقیقت کې بیل ګیټس هغو ټولګیو ته ورنغی د کومو لپاره چې یې داخله کړې وه، بلکې پر ځای هغو صنفونو ته ورتلو چې دده په خوښه برابر وو، خو دده پخواني ټولګیوال وايي، پر دې سربیره په امتحانونو کې لوړې د ( A) نومورې اخیستې.
3- په هارورډ پوهنتون کې شل کلن بیل ګیټس په ریاضي کې د یوې ستونزې لپاره چې ( کلچه يي ترتیب) یې بولې یو د پام وړ هواری وړاندیز کړ. خو کله یې چې استاد ګیټس ته زنګ وواهه چې ورته ووايي دده له خوا موندل شوی هواری به په یو اکاډمیکه مجله کې خپور شي، ګیټس یې هیڅ کیسه کې نه شو، ځکه هغه لا د مخه پوهنتون خوشې کړی او په مایکرو سافټ پسې وتلی و. استاد وايي، زه چې خبر شوم زړه کې مې تیر شول” یو تکړه زلمکی ضایع شو.“

4- بیل ګیټس د البوکراک دښته کې د مایکرو سافټ دفتر ته نژدې لکه د لیوني موټر چلوه . نوموړی یو وخت د خپل ملګري څخه دغلته موټر امانت واخیست خو چې بیرته یې ورته وسپاره ددې موټر ترمیم میاشتې وخت ونیوه.
5- بیل ګیټس د البوکراک سیمه کې خپل کور ته تګ پر مهال درې ځلې د تیز موټر چلونې له خاطر جریمه شوی دی او دوه ځلې یو پولیس افسر له خوا پرلپسې جریمه شوی دی.
6- بیل ګیټس وايي د مایکرو سافټ د مدیریت پر مهال یې د ټولو کارکونکو د موټرو د نمبر پلیټ شمیرې په یاد وې او کله چې به د موټرو پارکینګ ته ورغۍ پوهیده چې څوک وختي راغلی او څوک نه دی راغلی .
7- تر ۱۹۹۰ کلونو پورې مایکروسافټ یوه مخ پر ودې او د نړۍ په کچه لویه کمپنۍ وه. خو ددې کپمنۍ پالیسي دا وه چې کارکونکي به یې په رسمي سفرونو کې د الوتکې عادي اقتصادي څوکیو ( ایکانومي) کې سفر کوي او ګیټس هم د اوږدې مودې لپاره په همدې عادي څوکیو سفر کاوه. د مایکرو سافټ یو پخواني همکار له بیل ګیټس سره د یو سفر یادونه کوي چې ګیټس د الوتکې د درې سیټونو څخه د دوو نا اشنا کسانو سره د منځ په سیټ کې ناست و او په ټوله لاره یې کتاب لوست.

8- بیل ګیټس وايي، خوښیږي یې چې د ماښامنۍ له خوړولو وروسته خپله خپل لوښي ووینځي. د نوموړي په وینا نور خلک داوطلب کیږي چې مرسته وکړي خو هسې چې دا لوښي وینځي بل څوک یې نه شي وینځلی او یا لږ تر لږه ګیټس داسې فکر کوي.
9- یو خبریال ماري جو فولي کیسه کوي، وايي یو مهال له بیل ګیټس سره مرکه کوله. د مرکې پر مهال دده یو مشر ژورنالیست ملګري چې په سختو پوښتنو مشهور و له بیل ګیټس څخه د مایکروسافټ د بازار په اړه سختې پوښتنې وکړې. داسې چې سړی یې خپه کړ. جو فولې وايي، بیل ګیټس د مرکې له منځه پورته شو. تشناب کې یې ځان بند کړ او تر هغې نه راووت څو چې ورڅخه دده خبریال ملګري د سختو پوښتنو له کبله بښنه ونه غوښته.
10- د بیل ګیټس ډیره مشهوره مرکه په ۱۹۹۴ م کال کې وه چیرې چې نوموړی د اعتراض په توګه د سي بي ایس له خبریالې کانیې چونګ سره په ژوندۍ بڼه له خپریدونکې مرکې پورته شو او ووت. خو تر دې اعترض مخکې په همدې مرکه کې بیل ګیټس له چوکۍ څخه د ټوپ وهلو په برخه کې خپله وړتیا داسې وښوده. په ویډیو کې یې وګورئ.

ګیټس وروسته په یوه مرکه کې وویل، د چوکۍ څخه دا ډول ټوپ وهلو ځواک یې د کلونو په تیریدو کم شوی دی. او خبرداری یې ورکړ چې هغوی چې تمرین ونه لري دا نخره دې نه تکراروي ځکه که په ټوپ وهلو بریالی نه شي پر څوکۍ د غورځیدو او خوږیدو خطر یې ډیر دی .
11- د بیل ګیټس همکاران وايي، نوموړی مخکې له دې چې پلار شوی نه وی، یو ربوټ ته ورته، سخت سری، سخت کاری او سخت چلنه شخص و، خو د عمر په تیریدو نرم، بشرپال او انسان دوست شخص شو.