ګینیس نړیوال کتاب کې د دوو افغان کرکټ ستورو ریکارډ ثبت شو

سپینه تجريدي ډیزاین

حضرت الله ځاځي او عثمان غني د افغانستان نوم د ریکارډونو په نوملړ کې راوست.
د ۲۰۱۹ د فبروري په ۲۳ مه حضرت الله ځاځي او عثمان غني په پیلیزه وېکټه یا اوپننګ سره وکولای شول، چې ۲۳۶ منډې ملګرتیا وکړي او د نړۍ په کچه یې ریکارډ جوړ کړ.
په لومړۍ وېکټ ۲۳۶ منډې ملګرتیا د شل اوریزو لوبو د سر ریکارډ شو، د ځاځي ۱۶ شپږیزې بل ریکارډ شو، د عثمان غني او ځاځي ۱۹ شپږیزې په یوه پاڼۍ کې د دوو لوبغاړو لخوا زیاتې شپږیزې وې.
افغانستان په همدې لوبه کې ایرلېنډ ته د نړۍ د شل اوریزو لوبو تر ټولو ستر ټارګېټ ورکړ.
۲۷۸ منډې هدف و.
حضرت الله ځاځي په دې لوبه کې ۱۶۲ ناسوځېدلې منډې وکړې او له اېرون فېنچ وروسته یې تر ټولو لوړې منډې وکړې.
Afghanistan vs Ireland, 2nd T20I: Hazratullah Zazai, Usman Ghani go berserk  as Afghanistan smash T20I records | Cricket News - Times of India
په نړیوال کتاب ګينيس کې د افغانستان د دوو لوبغاړو عثمان غني او حضرت ځاځي په يوه نړيواله شل اوريزه لوبه کې د اوږدې ۲۳۶ منډو ملګرتیا او ډېرو شپږيزو ریکارد ثبت شو.
افغانستان دا لوبه په ۸۴ منډو له ایرلېنډ څخه وګټله او دا په شل اوریزو لوبو کې په ستر توپیر بریا وه.
اوس د ګېنیس په نامه د نړیوالو ریکارډونو کتاب کې دغه ریکارډ خوندي شوی دی.
د ګېنېس کتاب کې د نړۍ هر ډول ریکارډونه ثبتېږي، د لوبو، اقتصاد، ټېکنالوژۍ، ذکاوت، حکومتولۍ او نورو ګڼو برخو ریکارډونه ثبتېږي.
د ۲۰۱۹ په اوږدو کې د راشدخان نوم هم په دغه کتاب کې ثبت شوی او د نړۍ غوره توپ اچوونکی و.
په دې کتاب کې د نوم ثبتېدل، کار پورې تړاو لري، کوم شخص چې د ژوند په مهمو پړاوونوکې غوره کارکرده ګي وکړي، د هغه نوم په دغو کتابونو کې درجېږي.