د سریلانکا سوداګریزو کرکټ لوبو کې د کریم خان صادق سربېره ځېنې افغان لوبغاړي اخیستل شوي دي.
اوس هغې لوبډلې چې کریم صادق یې پېرلی ویلي، چې صادق به د دوی اوپنر توپوهونکی وي.
کریم صادق کولمبو کېنګز کرکټ لوبډلې پېرلی دی.
په دغه لیګ کې د کریم صادق سربېره، رحمانالله ګربز، افتاب عالم، سمیع الله شینواری، قیس احمد، نوینالحق او حضرت الله ځاځی اخیستل شوي دي.
د سریلانکا د لانکا په نامه لیګ د ۵ لوبډلو په ګډون په د نومبر په ۲۶ مه په سریلانکا کې پيلېږي.
یادې لوبې شاوخوا شل ورځې دوام کوي او د افغان لوبغاړو په ګډون پکې لسګونه نور بهرني لوبغاړي هم اخېستل شوي دي.
د سریلانکا د سوداګریزو لوبو مهالوېش
یادې لوبې په ۲۶مه نېټه د کریم خان صادق دې او رحمان الله ګربز دې اړوند لوبډلو په لوبه پيلېږي.
یادې لوبې د د افغانستان پر وخت ماخستن شپږ نیمې بجې پرانېستل کېږي.
دویمه لوبه د نومبر په ۲۷مه د جمعې په ورځ د حضرت الله ځاځي دې اړوند لوبډلې ګېل ګلېډېئټرز او د سټایلېئنز ترمنځ ترسره کېږي.
د نومبر ۲۸مه د شنبې په ورځ دوه لوبې دي، چې ګربز او ځاځی په بېلابېلو لوبډلو کې لوبېږي.
دا لومړی ځل دی، چې د سریلانکا سوداګریزې کرکټ لوبې ترسره کېږي.
دا لوبې په داسې حال کې ترتیب شوي، چې له پیل څخه یې ۷ ورځې وروسته د ډېسمبر په درېیمه د اسټرالیا بېګباش کرکټ لوبې پيلېږي.
د سریلانکا لیګ ټولې لوبې په یوه لوبغالي مهیندا راجاپکسا لوبغالی دی ترسره کېږي.
دغه لوبغالی په همباټوټا سیمه کې موقیعت لري او د کرونا ویروس پېښې پکې نسبتاَ کمې دي.