کرکټ بورډ؛ افغان لوبغاړي باید ژر له اسټرالیا څخه راستانه شي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

 
د اسټرالیا بیګ باش کرکټ لیګ د ډېسمبر په ۳ مه په اسټرالیا کې د افغان لوبغاړو په شتون کې پېلېږي.
په دې لیګ کې محمدنبي عیسی خېل، نوراحمد لکڼوال او راشدخان تر دې دمه اخېستل شوي دي.
ښایي مجیب الرحمن او ظاهر خان هم دې لیګ کې بیا رېټېن شي.
خو د افغانستان کرکټ بورډ تازه څرګندونو کې ویلي چې افغان کرکټ لوبغاړي باید له اسټرالیا لیګ څخه د افغانستان سیریز ته راستانه شي.
د کرېک بز وېب پاڼې لیکلي، چې افغانستان به له ایرلېنډ سره د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ د جنوري په ۱۸ مه، ۲۱ مه او ۲۳ مه ترسره کړي.
د اسټرالیا کرکټ لیګ په ۲۰۱۱ کې تاسیس شوی او سږ کال یې لسم پړاو ترسره کېږي.
د دې لیګ پیل د ډېسمبر په درېیمه دی او پایلوبه یې د فبروري په ۶ مه کېږي.
دا چې دا لوبې د شاو خو دوه نیمې میاشتې دوام کوي، نو د لوبو په منځنۍ برخه کې د افغانستان او یرلېنډ لوبې پېلېږي.
دا چې محمدنبي عیسی خېل او راشدخان په افغان لوبډله کې مهم لوبغاړي دي، نو باید د اسټرالیا بېګ باش لیګ پرېږدي او افغان لوبډلې سیریز کې د ګډون لپاره به افغانستان ته راشي او بیا به له هغه ځایه دوبۍ ته د لوبو لپاره وخوځېږي.
د کرېک بز وېب پاڼې لیکلي، چې راشدخان، محمد نبي او مجیب الرحمن له اډیلایډ سټرایکرز، مېلبورن رېنېګېډز او برېسبېن هیټ سره د ټول فصل لپاره تړون کړی دی.
وېب پاڼه لیکي، چې نوراحمد لکڼوال له مېلبورن رېنېګېډز سره لوبېږي او که افغان لوبډلې سره د ایرلېنډ خلاف ونه لوبول شي، نو نشتون یې نه احساسېږي.
ظاهرخان هم په مېلبون سټارز لوبډله کې اخېستل شوی دی او دا درېیم بهرنی لوبغاړی دی، چې یاده لوبډله به یې په ۲۰۲۰ او ۲۱ کلونو بېګ باش کې ولوبوي.
که چېرې د افغانستان کرکټ لوبغاړي د افغانستان سیریز ولوبوي، بیا به د جنوري په ۲۹ مه او د فبروري تر ۶ مه بېرته اسټرالیا ته ولاړ شي.
خو دا چاره هغه وخت شونې ده، کله چې د افغان لوبغاړو اړوند لوبډلې په بېګ باش لیګ کې پلی اف پړاو ته وتلې وي.
رئیس احمدزی چې د کرکټ لوبډلې ډایرېکټر دی ویلي، چې له ایرلېنډ سره له لوبو څخه موخه د ۲۰۲۲ کال نړیوال جام ته د غوراوي سیالیو لړۍ ده.

رئیس احمدزي ویلي:

« د ایرلېنډ پر وړاندې د درې یو ورځنیو لوبو لپاره نوملړ د بېګ باش لیګ له پیل څخه وړاندې اعلانېږي».

احمدزی وایي که د کرونا ویروس وېره نه وه دوی به د ډېسمبر په ۵ مه په دوبۍ کې کېمپ ولري او د لوبډلې ټوله رهبري او لوبډله به عربي متحده اماراتو ته ولاړه شي.

ولې افغانستان د هند پر ځای دوبۍ کې لوبې کوي

د افغانستان هوم ګراونډ په هند کې دی؛ خو دا چې هندوستان اوسمهال په کرونا ویروس مثبتو پېښو کې امریکا پسې دویم مقام لري؛ نو لوبې پکې نه ترسره کېږي.
په دې خاطر افغانستان د لکناو پرځای شارجه انتخاب کړه.
خپله هندوستان هم خپل سوداګریزو کرکټ لیګ د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر په دوبۍ کې ترسره کړ.