افغان کرکیټ بورډ د افغانستان راتلونکی سریز په ډاګه کړ

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

خبریال: فضل الله فضلي
افغان کرکیټ بورډ نن د ایرلینډ سره د راتلونکي ۲۰۲۳ نړیوال جام لپاره د سوپرلیګ سیالیو لوبلړۍ اعلان کړه.
پدې لوبلړۍ کي درې يو ورځنۍ لوبي شاملي دي او د افغانستان په کوربتوب ترسره کيږي.
Image may contain: 2 people, text that says 'AFGHANISTAN IRELAND SERIES 3 ODI SERIES 2021 cnmuntia Cricker ACBK VS CRICKET IRELAND 1ST ODI 18TH JANUARY 2021 2ND ODI 21ST JANUARY 2021 3RD ODI 23RD JANUARY 2021 ACB Media HANISTAN RELAN'
دا لوبي دوې میاشتي وروسته د ۲۰۲۱م کال د لومړۍ (جنوري) میاشتي پر ۱۸ نېټه پیلیږي.
افغان کرکیټ بورډ لیکي:

دا لوبې د ۲۰۲۳ز کال د یو ورځنیو نړیوال جام لوبو ته د لارموندنې په موخه د دغه نړیوال جام د سوپر لیګ سیالیو برخه دي.

اته میاشتي کیږي، چي افغان کرکیټ ملي لوبډلي هیڅ کومه نړیواله لوبه نه ده ترسره کړې او دا هغه وخت وو، چي د کرونا وبا له امله نړیوال ورزش درېدلی وو.

تېره ورځ افغان کرکیټ بورډ لیکلی وو، چي یو شمېر افغان لوبغاړي د کابل په سرپټي کرکیټ اکاډمۍ کي په تمریناتو بوخت دي.
د لوبغاړو نومونه یې نه دي په ډاګه کړي، وايي چي پدې کمپ کي لوبغاړي پر غوره توپ اچوني، توپوهني، تکړښت او فیټنس کار کوي.