کم عمره افغان بالر نور احمد، څنګه خبر شو چې د استراليا بیګ باش کې اخيستل شوی؟

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د کرېک بز وېبپاڼې د افغانستان لېګ برېک کیڼ لاسي چېنامېن توپ اچوونکي نوراحمد سره مرکه کړې او د هغه په تړاو یې ډېرې خبرې لیکلي دي.
لکڼوال کم عمره بالر دی، خو وړتیا یې خورا لوړه ده.
وېب پاڼې لیکلي، نوراحمد تازه په بېګ باش لیګ کې خپله وړتیا ازمایي.
د وېبپاڼې د راپور له مخې هغه د لویې وړتیا بالر دی، نوموړي خپل وټساپ ته کتل، چې له ټوېټر څخه مسیج ترلاسه کړ او بېګ باش لیګ کې یې د اخېستلو چانس وموند.

نور احمد ته پېغام د مېلبورن رېنېګېډز لوبډلې مشر ور استولی و او هغه ته یې په بېګ باش لیګ کې د لوبېدو خبر ورکړی.
سږ کال د بېګ باش لیګ لسم پړاو دی او د راتلونکې ډېسمبر میاشت په ۳ یمه نېټه د اته لوبډلو په ګډون پېلېږي.
وېب پاڼه کاږي، چې نور احمد به په یاد لیګ کې له افریقایي لوبغاړي عمران طاهر سره یو ځای شي او هغه به خپلې تجربې له نوراحمد سره شرېکې کړي.
د دې سربېره له نوراحمد لکڼوال سره محمدنبي عیسی خېل هم شتون لري.
د کرېک بز وېبپاڼه لیکي، چې په بېګ باش لیګ کې د دغه کوچني افغان اخېستلو نه یواځې هغه په خپله حیران کړ، بلکې د کرکټ نړۍ ټوله برخه یې حیرانتیا سره مخ کړه.
نوموړی د ۲۰۲۰ کال آی پي اېل لپاره انتخاب ته نږدې شوی و، خو د راجستان لوبډلې سربېره یوې لوبډلې هم ونه پېره او ډېره پورې اغېز د کرونا و، چې زیات لوبغاړي وانخېستل شول.
په سي پي اېل سوداګریزو کرکټ لوبو کې د سېنټ لوشیا زوکس لوبډلې پېرلی و، خو په ویزه کې د ستونزې له امله ونه توانېد، چې د ویسټ انډیز لیګ کې ګډون وکړي.

دا په دې دلالت کوي، چې لوبډلې د هغه په اخېستلو کې لېوالتیا لري؛ خو ځېنې وخت ورسره قیسمت ملګرتیا نه کوي.
د کرېک بز وېبپاڼه وایي، د نړۍ مختلفو لوبډلو تر دوربین لاندې و، خو بالاخره له نیکه مرغه مېلبورن رېنېګېډز وپېره.

د نوراحمد غبرګون

« زه خورا بختور یم، چې په دې کم عمر کې په بېګ باش لیګ کې واخېستل شوم ، زه د لوبډلې له مالک او رهبرۍ څخه مننه کوم، چې ما باندې یې باور وکړ، ځکه ما باور نه درلود، چې ډېر ژر دې د کرکټ په ستر لیګ کې د لوبېدو موقع ومومم، زه هڅه کوم چې له چانسونو استفاده وکړم او دا چاره به ما سره ډېره مرسته وکړي، چې مشهور شم»

نور احمد وایي په بېګ بېش لیګ کې د محمدنبي شتون ما ته لا ډاډ رابخښي، د اسټرالیا په لیګ کې لوبه کول اسانه نه دي، ځکه په دې ستر لیګ کې مقابلې لوبډلې هم ځواکمنې وي او زه هڅه کوم، چې له محمدنبي عیسی خېل او عمران طاهر څخه ډېر څه زده کړم.

نور احمد څنګه مشهور شو؟

د ۲۰۱۹ کال په لومړیو کې د افغانستان له نولس کلونو کم عمره لوبډله هندوستان ته ولاړه، هلته یې له هندۍ نولس کلنو لوبډلې سره پنځه یو ورځنۍ لوبې وکړې.
په دې لوبوکې نوراحمد په ۵ لوبو کې ۹ وېکټې واخېستې، ایکانومي یې ۴ اعشاریه ۲۸ وه او د ټولو لوبو غوره بالر شو.
له دې وروسته دې د مشهورېدو پر لور ولاړ.
۲۰۲۰ شل د نولس کلنو نړیوال جام کې یې بیا ښه توپ اچونه وکړه، هغه په ۷ وېکټې واخېستې او ایکانومي یې ۳ اعشاریه ۹۳ وه.

نور احمد لکڼوال او پېژندنه یې

لکڼوال ۱۵ کاله او ۳۱۶ ورځې عمر لري، نوموړی د خوست ولایت اوسېدونکی دی، د څلورو ورونو په منځ کې یې دی ځوان دی او څلور خویندې هم لري.
هغه د یوولسم ټولګي زده کوونکی دی، د کرکټ د تمرین ترڅنګ باډي بیلډري کوي او انلاین لوبو کې هم مشغول وي.
نور ې احمد وایي زه مې خپل ورور محمد نور د کرکټ اکاډمي ته وروسته له هغې وروستم او اکاډمي کې یې داخل کړم، چې زما د کرکټ فطري وړتیا یې ولیدله.
هغه وایي ما مې مشر ورور محمدنور سره په حجره کې کرکټ کاوه او له دې وروسته یې په اکاډمي کې شامل کړم.
تر ټولو هوښیاره اوټونه په نړیوال ۱۹ کلنو جام کې د پاکستاني هُرېره اوټول وو، احمد لخوا هریره په منکد ډول اوټ شو.
منکډ هغه اوټ دی، لکه اشوېن چې په ۲۰۱۹ آی پي اېل کې جاس بټلر رن اوټ کړ.