یونس خان چې د خیبر پښتونخوا د مردان سیمې اوسېدونکی دی، اوسمهال ۴۲ کاله عمر لري.
نوموړی په یوه تازه پرېکړه کې د پاکستان کرکټ لوبډلې د توپوهنې برخې روزونکی ټاکل شوی دی.
دی وروسته له هغې روزونکی وټاکل شو، چې له دې وړاندې د یادې لوبډلې پخواني روزونکي مصباحالحق له روزنې لاس په سر شو.
یونس خان به تر ۲۰۲۲م کال پورې د پاکستانۍ لوبډلې روزونکی وي او راتلونکي نړیوال شل اوریز جام کې به ښایي په همدې دنده پاتې شي.
د یونس خان سربېره د پاکستان کرکټ بورډ د ښځینه وو لپاره د توپ اچونې روزونکی د پاکستان پخوانی سپېن بالر ارشدخان ټاکل شوی دی.
د یونس خان تازه څرګندونې
« زه خوښ یم، چې له پاکستانۍ لوبډلې سره د اوږود وخت لپاره ملګری شوم، زه اوس له لوبغاړو سره نیوزیلېنډ ته په سفر کې ملګری یم».
یونس خان زیاته کړې، چې دی په بشپړه توګه ځکه خوښ دی، چې له ملي کرکټ څخه وتلې په نړیوال کرکټ کې له لوبډلې سره مل دی، په ملي کچه هغه وتوانېد چې داسې روزنه او دنده ترسره کړي، چې پیاوړي لوبغاړي له کورني کرکټ څخه لوبډلې ته غوره ا ورکړي.
یونس خان او لوبې یې
۱۱۸ ټېسټ لوبو کې یې لس زره او ۹۹ منډې کړي دي، یوه لوبه کې یې لوړې منډې ۳۱۳ دي.
۳۴ یې سلیزې وهلي دي، شپږ ځلې یې غبرګې سلیزې وهلې وې او ۳۳ یې نیمه سلیزې وهلي دي.
په ټېسټ لوبو کې یې د څلوریزو شمېر ۱۰۸۲ ته رسېږي او ۷۰ یې شپږیزې وهلي دي.
۲۶۵ یو ورځنیو لوبو کې یې ۷۲۴۹ منډې کړي دي، ۱۴۴ یې لوړې منډې دي، ۷ سلیزې او ۴۸ یې پنځوسیزې جوړې کړي دي.
۵۷۸ څلوریزې او ۵۶ یې شپږیزې له بېټ څخه لیدل شوي دي.
۲۵ شل اوریزو لوبو کې یې ۴۴۲ منډې کړي، چې یوه لوبه کې یې زیاتې منډې ۵۱ دي.
دوه پنځوسیزې لري، ۳۱ څلوریزې او ۱۲ یې شپږیزې وهلي دي.
په پوره ۲۰۰۰ کال کې یې د پاکستان لپاره نړیوال کرکټ پیل کړ، لومړۍ لوبه یې د سریلانکا پر وړاندې په راولپنډۍ ښار کې وکړ.
۲۰۱۷ کې یې وروستۍ لوبه د ویسټ انډیز پر وړاندې وکړه.
۲۰۰۰ کال کې یې یو ورځنۍ لوبه د سریلانکا خلاف په کراچۍ ښار کې وکړ او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه یې په ۲۰۱۵ کې د انګلستان پر وړاندې وکړه.
شل اوریزو لوبو ته په ۲۰۰۶ کې راغلی و او په ۲۰۱۰ کې یې لوبې پرېښودې.
نوموړی د یو ورځنیو او ټېسټ لوبو لپاره ډېر برابر و او پراخه حوصله یې لرله.
نوموړی د کرکټ په نړۍ کې د سمایلي لوبغاړي یا تبسم کوونکي لوبغاړي په توګه یادېده.