د حیدراباد کرکټ لوبډلې په لومړۍ پاور پلی کې د توپاچونې برخه ناکامه شوه.
سندیپ شرما لومړی اوور ښه وکړ، هغه په لومړي اوور کې ۳ منډې ورکړې؛ خو ورپسې جېسن هولډر وټکېده او په خپل لومړي اوور کې یې ۹ منډې ورکړې.
بل اوور ته بیا سنديپ شرما راغی، هغه په دې اوور کې له مارکس سټاینېس میډ آن ته کېچ وویست؛ خو دغه کېچ د جېسن هولډرلخوا ډراپ شو.
دا مهال د سټاینېس درې منډې کړې وې.
لومړی یې ناکامي په توپاچونه کې ثابته شوه، چې د دې لوبډلې ټول بالران په پاور پلی کې وټکېدل او پرته له کومې وېکټې سوځېدلو ډیلي ۵۵ منډې وکړې.
سټاینېس او دوان په یو اوور کې له هولډر ۱۸ او بل اوور کې یې له سنديپ څخه ۱۳ منډې ترلاسه کړې.
شېکردوان تر ۷۸ منډو مخکې ولاړ او سټاینېس په ۳۸ منډو اوټ شو.
منځنۍ برخه کې شېمرن هېټمېئر ښه توپوهنه وکړه، هغه په ۲۲ توپونو د یوې شپږیزې او ۴ څلوریزې په مرسته ۴۴ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د ډیلي توپوهنه له لومړي سره په لس رن رېټ سره مخته ولاړه.
ډېره تمه راشدخان ته وه، چې منډې به کابو کړي، خو راشدخان چې کله اوور ته راوغوښتل شو، نو دوه تېروتنې یې په ټوله لوبه کې وکړې.
لومړۍ تېروتنه دا، چې ترُو یې وکړه او توپ پولې ته ورسېد او بونډري سره ټچ شو، دا څلوریزه د راشدخان لخوا مفته ورکړل شوه او په یو توپ یې شپږ منډې راغلې.
په وروستیو کې یې د شېکردوان کېچ ډراپ کړ.
ډګرساتنه کې ستونزه موجوده وه.
حیدراباد توپ اچونه
د حېدراباد توپاچونه کې یواځې وروستي دوه اورونه ښه ترسره شول، چې رېشاب پنټ او شېمرن هېټمېئر دوه ستر هیټران لوړو شاټونو ته پرېنښودل شول او هدف یې تر ۱۹۰ پورې محدود کړ.
سندیپ شرما او نتراجن وروستیو کې ښه بلاک توپونه وکړل، خو دا مهال اوبه له ورخه تېرې وې.
درې فسټ بالرانو جېسن هولډر، سندیپ شرما او نتراجن باید په ګوډ لاین او بلاک بالونه ترسره کړی وای.
بله خبره د شهباز ندیم او جېسن هولډر هم ده، هولډر ۴ اورونوکې ۵۰ منډې ورکړې او شهباز ندیم په ۴ اورونو کې ۴۴ منډې ورکړې.
دواړو ۹۴ منډې په اته اورونو کې ورکړې او ایکانومي یې نږدې یوولس راځي.
توپوهنه کې د حیدراباد درې کلیدي لوبغاړو کې دوه ناکام شول
د حیدراباد لپاره د ډیلي خلاف لوبه کې کلیدي توپوهونکي ډېوېډ وارنر، منېش پانډی او کېن ویلیمسن وو.
خو ډېوېډ وارنر او منېش پانډي خپله ذمه واري ادا نکړه او لوبډله یې په توپوهنه کې بې ثباته شوه.
یواځینی لوبغاړی کېن ویلیمسن و، چې لوبډله یې په ۶۷ منډو ونازوله.
که ویلیمسن سره بل لوبغاړی پنځوسیزه په مناسب وخت کې جوړه کړې وای، لرې نه وه، چې بریا به یې خپله کړې وای.
که بیا حیدراباد لوبډله د توپ وهنې لاین جوړوي، نو باید منځنۍ برخه کې یو خطرناک هیټر ورسره وجود ولري، کنه لوبډله به یې په چېس کولو کې ناکامه وي.
که وروستۍ لوبه کې محمدنبي ته چانس ورکړل شوی وای؛ ښایي له جېسن هولډر ښه تمام شوی وای.