منظور پښتین: چارواکي له یوې خوا مذاکرات کول غواړي له بلې خوا زور کاروي

سپینه تجريدي ډیزاین

په کوزه پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، حکومت او پوځ له یوې خوا د مذاکراتو لپاره جرګې را استوي، خو له بلې خوا د پښتون ژغورنې د غورځنګ غړي او فعالان نیسي، ګواښونه ورته کوي، او تنګوي یې.
منظور پښتین چې د چارشنبې د ورځې په ماښام یې له خپلې فیسبوک پاڼې څخه په ژوندۍ بڼه خبرې کولې وویل، په حیدراباد کې یې پلویان نیول شوي او د توقیف پر مهال ځورول شوي دي. د پښتین په وینا په کراچۍ کې د پي ټي ایم اته فعالان نیول شوي او څو نورو چې د نیول شویو کسانو د خوشې کولو هڅه کوله هغوی هم ورسره نیول شوې دي.
منظور پښتین په ټینګار وویل د پښتون ژغورنې د غورځنګ د ملاتړو نیول او ځورول ورته د زغم وړ نه دي او دوی به په دې اړه غلي پاتې نه شي. نوموړې له خپلو پلویانو وغوښتل چې د پنجشنبې په ورځ دې هر چیرې چې وي، هلته له نورو ملګرو سره یو ځای خپل اعتراض ثبت کړي او په کراچۍ کې دې د نیول شوی ملګرو د خوشې کیدو لپاره پر حکومت فشار راوړي.
جرګې او خبرې اترې
منظور پښتین وویل چې د لاهور له غونډې درې ورځې مخکې ورسره د حکومت او پاکستاني پوځ په استازیتوب یوې جرګې خبرې کړې وې. دده په وینا په دې جرګه کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ له مشرانو سره ژمنه شوې وه چې د دوی د غونډو په وړاندې به پوځ او حکومت خنډونه نه جوړي. په بدل کې یې د پي ټي ایم مشرانو د خپلو غونډه د سوله ایزتوب ژمنه کړې وه.
خو منظور پښتین وايي چې په لاهور کې د پي ټي ایم د مشرانو په نیولو او په لاهور کې د غونډې لپاره په ټاکلی میدانۍ تر غونډې مخکې د ناپاکو اوبو خوشې کولو ددې جرګې پریکړه ماته کړه. نوموړې وویل د چارشنبې په ورځ ورسره د قومي مشرانو یوې دویمې جرګې خبرې کړي دي. پښتین وايي دې جرګې ته یې ویلي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ خبرې اترې کوي او همدا یې هدف دی چې غوښتنې یې واوریدل شي، خو تر خبرو مخکې به یوه نماینده کمیټه ټاکي چې هماغه کمیټه به د پښتون ژغورنې په استازیتوب خبرو اترو کې برخه اخلي او غوښتنې به وړاندې کوي.
د سوات او کراچۍ غونډې او روژه
منظور پښتن په خپلو څرګندونو کې وویل چې په سوات او کراچۍ کې به ټاکلي وختونو غونډې کیږي، او ددې لپاره یې له خپلو ټولو ملاتړو څخه د کمپاین او چمتوالي غوښتنه وکړه. هغه وویل په سوات کې دوکاندارن اړ شوي چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ غونډې ته څوکۍ او خیمې په کرایه ورنه کړي، خو ټینګار یې وکړ چې د سوات په پښتنه خاوره دوی څوکیو ته اړتیا نه لري.
منظور پښتین وویل، چې د روژې په میاشت کې به د پښتون ژغورنې د غورځنګ په تشکیل او جوړښت کار وکړي چې دده په وینا تل به د خپلو خلکو د حقونو د غوښتو لپاره پر ځای پاتې شي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.