ډهلي لوبډله پايلوبې ته ولاړه او حيدر اباد کورته

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

خبريال: مدثر دعوت
ډهلي په دويمه کواليفایر لوبه کې حيدراباد ته ماته ورکړه،او پايلوبې ته يې لار پيدا کړه.
د لوبې پچه ډهلي وګټله، د توپوهنې پريکړه يې وکړه او ۱۹۰ منډې هدف يې وټاکی.
شيکر داون ۷۸، هيټماير ۴۲، سټونيس ۳۸ او شرياس اير ۲۱ منډې وکړې.
د حيدر اباد لپاره په توپ اچوونه کې راشدخان،سنديپ شرما او جېسن هولډر يوه يوه ويکټه واخيسته.
په نيمه پايلوبه کې ۱۹۰ منډې هدف ډېر لوړ وي،ځکه تر بل هر وخت لوبډله تر فشار لاندې وي،او هر لوبغاړی غواړی ځان هدف ته ورسوي چې اکثريت وخت ناکامه کېږي.
حيدر اباد ونسوای کولای چې د ډهلي ټاکل سوی هدف مات کړي که څه هم ويليمسن ۶۷، عبدالصمد ۳۳ او منېش پانډې ۲۱ منډې ورته وکړې.
د ډهلي توپ اچوونکو خورا زبردست بالينګ ترسره کړ او ويې سول کولای چې د ۲۰ اوورونو په جريان کې د حيدر اباد لوبډله په ۱۷۲ منډو کې را ايساره کړي.
د ډهلي لپاره ربادا ۴، سټونيس ۳ او اکسر پټېل يوه ويکټه ترلاسه کړه.
لوبه ډهلي د ۱۷ منډو په توپير وګټله او د لوبې د غوره لوبغاړې جائزه شيکر داون ته ورکړل.
اوس د ۲۰۲۰ز ای پي ايل ليګ يوازې يوه لوبه د ډهلي کاپيټلز او ممبی انډينز تر منځ پاته ده چې ګټوونکې لوبډله به جام پورته کوي.
پايلوبه د سې شنبې په ماښام ۰۶:۳۰ بجې ترسره کېږي.