د ای پي ايل ليګ د دويم پړاو لوبې سبا پيليږي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

خبريال: مدثر دعوت
د هندوستان پرېمر لېګ يوازي ۴ لوبې پاتې دي،ممبی، حيد راباد،بنګلور او ډهلي هغه لوبډلې دي چې دويم پړاو ته يې لار پيدا کړې.
تېره شپه سنرايزر حيدراباد لوبډلې وکولای سوه چې په ۱۰ ويکټو ممبی انډينز ته ماته ورکړي.
د لوبې پچه حيدراباد وګټله او د توپ اچوونې پرېکړه يې وکړه.
د ممبی لپاره په توپوهنه کې پولارد ۴۱، یاداو ۳۶، ایشان کیشن ۳۳ او ډيکوک ۲۵ منډې وکړې.

د حيدراباد لپاره په توپ اچوونه کې سنديپ شرما ۳، شهباز نديم او هولډر دوې دوې ويکټې واخيستې، همدارنګه راشدحان بيا يوه ويکټه واخيسته.
ممبی په ۸ ويکټو وکولای سوه چې ۱۵۰ منډې هدف وټاکي.
خو د حيدراباد اوپنرانو ډېويډ وارنر ۸۵ او ساها ۵۸ منډې وکړې، نور هيڅ توپوهونکې ته اړتيا پيدا نسوه چې لوبغالې ته د هدف پوره کولو لپاره راکښته سي ځکه د ممبی انډينز لوبډلې توپ اچوونکې په دې ونه توانېده چې حد اقل د حيدر اباد يوه ويکټه هم ترلاسه کړي.

حيدراباد په لسو ويکټو ممبی ته ماته ورکړه او د لوبې د غوره لوبغاړې جائزه شهباز نديم وګټله.
اوس د ای پي ايل ليګ په دويم پړاو کې سبا ماښام شپږنيمي بجې د ممبی انډينز او ډهلي کاپيټلز لوبه ده،که دغه لوبه هرچا وګټله نو پايلوبې ته به ځي او بايلونکی به يې د جمعې تر ورځې انتظار باسي،که د جمعې د ورځې په لوبه کې د حيدر اباد او بنګلور لوبډلو څخه هره لوبډله بريا ترلاسه کوي هغه به د راتلونکې يکشنبې په ورځ د سبا د بايلونکې سره نيمه پايلوبه کوي چې ګټوونکی به يې پايلوبي ته ځي.

پايلوبه د راتلونکې سې شنبې په ورځ په دبۍ نړيوال کريکټ لوبغالې کې ترسره کېږي.