لیکنه: مریم محمدي
ګازرې په خپل ترکیب کې داسې ګټور مواد لري، چې پوستکي ته ځلا او تازه والی ورکوي، د سترګو د دید په پیاوړتیا کې تر ټولو لویه ونډه لري، همدا رنګه د شب کورۍ درملنه کوي، د هاضمې سیستم په فعال ساتلو کې مرسته کوي او د غاښونو د روغتیا لپاره هم ګټورې ګڼل شوي دي.
تاسو به د ګازرو استعمال په بیلابیلو خوړو کې تجربه کړی وي یا به مو د ګازرو حلوا خوړلي وي، نن غواړو چې درته له ګازو کیک پوخ کړو. له موږ سره اوسئ:
د اړتیا وړ مواد:
– اوړه دوه؛ ګیلاسه
– بوره؛ یو ګیلاس
– ګازرې؛ نیم کیلو
– هګۍ؛ ۴ دانې
– چهار مغز؛ نیم گیلاس
– غوړي؛ یو گیلاس
– د هلو پوډر؛ یوه قاشقه
– د بیکینگ پوډر؛ یو قاشقه چای
د پخولو طریفه:
له هر څه وړاندې داش په ۱۷۰ درجو کې روښانه کړئ.
اوس ګارزې ووینځئ بیا یې په تراشک کې تراش کړئ، کله چې ټولې ګازرې تراش شوې، بیا په لاس پڼډي کړئ چې اوبه یې جلا شي.
بیا هګۍ او هل له په مکسر کې له ۷ تر ۱۰ دقیقو لپاره مخلوط کړئ. کله چې دا مواد سره مخلوط شول، بیا پکې غوړي اضافه کړئ او د ۳۰ ثانیو لپاره مکس کړئ. وروسته بیکینگ پوډر ورسره یو ځای کړئ. ورپسې اوړه، ګازرې او چارمغز ورسره یو ځای کړئ په قراره یې مخلوط کړئ.
اوس د کیک قالب چې په داش کې د ګرمولو لپاره مو ایښی، هغه را واخلئ او په غوړو یې غوړ کړئ. وروسته تیار شوي مواد د قالب په ټولو برخو کې په یو اندازه واچوئ. په داش کې تر ۵۰ دقیقو پورې په ۱۷۰ درجه کې کیږدئ، وروسته له ۴۰ دقيقو یې یو ځل دروازه خلاصه کړئ او وګورئ، کوم ځایونه چې پړسیدلي هغه په قاشق پنجې باندې سوري کړئ، که چیرې کیک پوخ نه وو، نو د ۱۵دقيقو لپاره نور هم پریږدئ. اوس نو کیک پوخ دی کولی شئ چې له چای سره یې نوش جان کړئ.