ژباړه او زیاتونه: محمد صادق کریمزی
اسلام مبارک دین ټول مسلمانان قیلولې (د غرمې خوب) ته په دې نیت چې د شپې د تهجد لمونځ وکړي ځکه هڅولي چې دا کار شیطانان نه ترسره کوي او په دنیاوي او اخروي ګټو ښه مالامال او هغه د چا خبره هم خرما او هم ثواب پکې نغښتی دی.
اوس تازه د یونان هېواد د (آتن اسکلپیون فولا روغتون) څيړونکو په خپله نوې څیړنه کې موندلي له غرمې وروسته یوه سترګه خوب کول د ماشومانو ذهني قوت قوي کوي او د لویانو د وینې لوړ فشار کموي او د زړه حملې مخنیوی یې کوي.
یادو څیړونکو چې سلګونه ماشومان، لویان نارینه او ښځې د څيړنې لاندې نیولې وې دې نتیجې ته ورسیدل چې ماشومان باید د ورځې زیات خوب وکړي، ځکه هغه ماشومان چې دغه خوب ونه کړي، نو ستړی، ستومانه او هېرجن وي، طبیعت يې خراب وي او د خپل پام یا فکر متمرکز کول، ورته یو ستونزمن کار ښکاري او د تنبلۍ ښکار کیږي.
دوی همدارنګه د لویانو په اړه وایي، قیلوله (د ورځې خوب) د نورو صحي ګټو سربیره د وینې د فشار په کمولو او همدارنګه د زړه ناروغۍ لپاره ډير ګټور دي، خو ټينګار کوي چې لویان باید له یوه ساعت څخه ډيره قیلوله (د غرمې خوب) ونه کړي، که نه د ګټې پرځای به یې تاوان کړی وي.
په څېړنه کې دا هم ویل شوي، هغه څوک چې د ورځې په اوږدو کې یوه اندازه خوب کوي، د هغو کسانو پرتله یې فشار نورمال وي، چې ټوله ورځ ویښ او په کار بوخت وي.
باید وویل شی چې قیلوله (دورځې خوب) د انساني د ماغو د ارامۍ او تندرستۍ لپاره د الله رب العزت له طرفه خپلو بندګانو باندي هغه پیرزوینه ده چې هیڅ ډاکټري او انساني نسخه یې ځای نشي نیولی، قیلوله د انسان دماغ له ډير کار کولو څخه وروسته بیرته چارجوي، یاداښت یې قوي کوي، د خپل کار اړوند یې د تمرکز قوه ور زیاتوي، د شپې په خوب او سهار وختي پاڅیدلو کې ورسره مرسته کوي.