انوشکا خپل خاوند ته: په زړه پورې لوبه د يوې حاملې مېرمنې لپاره

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

خبريال: مدثر دعوت
تېره شپه بنګلور په سوپر اوور کې ممبی ته ماته ورکړه.
انوشکا شرما چې د باليووډ سېنما پياوړې لوبغاړې ده او د ويرات کوهلي مېرمن ده د رويالز چلنجر بنګلور لوبډلې د بريا مبارکي يې خپل خاوند ته ورکړې.
انوشکا شرما د خپل انسټاګرام اکاونټ په سټوري کې د بريا دشېبو عکسونه يوځای کړی او خورا خوښي يې څرګنده کړې.
انوشکا ليکي: ” يوه په زړه پورې لوبه د يوې حاملې مېرمنې لپاره، دا څه يوه لوبډله ده”
20200929 1100217728701012906501974 انوشکا خپل خاوند ته: په زړه پورې لوبه د يوې حاملې مېرمنې لپاره
د حيدر اباد او بنګلور لوبه کې هم انوشکا شرما د خپل خاوند د لوبډلې بريا د کاميابيو پيل بللی وو.
خو کله چې ويرات د پنجاب په وړاندې د لوکېش راهول دوه کېچونه ميس کړه د نورو تر څنګ پخواني هندوستاني کريکټر سونيل ګواسکر چې اوس مبصر او کمينټر دی د هماغې لوبې پرمهال يې پر ويرات خورا تند ګوزار وکړ، چې انوشکا يې سخته په غوصه کړې وه.
ګواسکر ويلي وه چي زما په فکر ويرات په ټول قرنطين کې د انوشکا پر توپونو تمرين کړی.
untitled design 123163561702665832872 انوشکا خپل خاوند ته: په زړه پورې لوبه د يوې حاملې مېرمنې لپاره
انوشکا په ځواب کې ورته په ټويټ کې ليکلي وه چې ښاغلس ګواسکره زه درته احترام لرم خو زما او د کهولي شخصي ژوند کې باید دومره هم ژور ولاړ نسئ او بل داچې ايا د ويرات د خرابې لوبې زمه واره زه يم؟
وروسته ګواسکر موضوع سمه کړې وه او انوشکا ته يې ويلې وه چې زما مقصد د قرنطین پرمهال چې تاسو کریکټ کاوه هغه وو بل مقصد مه ځيني اخله.
ويرات کوهلي په تېرو درو لوبو کې د سوپر اوور په شمول ټولې ۲۳ منډې کړي نو ځکه مبصرین ورباندې بیلابېل نظرونه او تبصرې کوي.
img 20200929 1019025380126741208376684 scaled انوشکا خپل خاوند ته: په زړه پورې لوبه د يوې حاملې مېرمنې لپاره
انوشکا شرما او ويرات کوهلي مياشت وړاندې پر ټولنېزو رسنيو ليکلې وه چې دوی د ۲ څخه ۳ کېږي او د راتلونکې کال په جون میاشت کې به د دوی اولاد نړۍ ته راسي.