دا ځل بومرا ونه توانېد چې ممبيي لپاره سوپر اوور وګټي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

بومرا چې د هندوستان ښي لاسی چټک توپ اچوونکی دی، درې ځلې یې په آی پي اېل کې د ممبيي انډېئنز کرکټ لوبډلې لپاره د سوپر اوور لوبې ګټلي او دوه ځلې یې د هندوستان ملي لوبډلې ته په خپله غوره توپ اچونه له کمو منډو دفاع کړې او د سوپر اوور لوبې یې په خپل نوم کړي دي.
بومرا لومړی ځل په ۲۰۱۷ کې د ممبيي لوبډلې لپاره سوپر اوور لوبه وګټله.
د ممبيي کرکټ لوبډلې ګوجرات لاینز کرکټ لوبډلې ته ۶ منډې وکړې او ۷ منډې هدف شو.
بومرا له دغو ۶ منډو دفاع وکړه او د سوپر اوور لوبه یې د ممبيي کرکټ لوبډلې لپاره وګټله.
۲۰۱۹ کې د حیدراباد او ممبيي کرکټ لوبډلو لوبه سوپر اوور ته ولاړه، په دې لوبه کې ممبيي انډیئنز کرکټ لوبډلې اته منډې وکړې او حیدراباد ته یې ۹ منډې هدف ورکړ.
بومرا له دغو منډو په خپله شانداره توپ اچونه دفاع وکړه او ممبيي کرکټ لوبډله یې بري ته ورسوله.

د آی پي اېل په لړ کې د ممبيي لوبډلې درېیم سوپر اوو او د بومرا څخه یې پوره کېدل!

تېره شپه د ۲۰۲۰ د سپټمبر په ۲۸ مه نېټه د ممبيي او بنګلور ترمنځ لوبه سوپر اوور ته ولاړه، په دې لوبه کې ممبيي کرکټ لوبډلې ته پولارډ او هارډېک پانډیا ۷ منډې وکړې او بنګلور کرکټ لوبډلې ته یې ۸ منډې هدف ورکړ.
د بنګلور لپاره توپ اچونه ناف دېف سېني وکړه.
بنګلور لوبډلې لپاره ای بي ډیویلیرس او ویرات کولي توپ وهنې ته راغلل.
ډیویلیرس وتوانېد چې دوه څلوریزې ووهي او د اوور په وروستي توپ لوبه وګټي.
په درې ځلونو کې دا لومړی ځل و، چې ممبيي سوپر اوور وبایله او له بومرا منډې پوره شوې.

بومرا د هندوستان لپاره د نیوزیلېنډ خلاف دوه ځلې سوپر اوور ګټلی دی.

۲۰۲۰ کې د نیوزیلېنډ او هندوستان پنځه شل اوریزې لوبې وې، چې په دې لوبو کې دوه ځلې لوبه سوپر اوور ته ولاړه، یو ځل هند، نیوزیلېنډ ته د نیوېلېنډ په پلازمېنه ولېنګټن کې ۱۷ منډې هدف ورکړ.
له دغه هدف څخه بومرا دفاع وکړه او لوبه یې هند ته وګټله.
دویم ځل هم په وېلېنګټن کې لوبه ټای شوه او سوپر اوور وشو، چې هند، نیوزیلېنډ ته ۱۳ منډې هدف ورکړ، چې جسپرېت بومرا ترې دفاع وکړه او لوبه یې هند ته وګټله.

د لوړو منډو هدفونه او درې ځل لوبه سوپر اوور ته وتل

۲۰۲۰ کال کې د سپټمبر په ۲۸ مه نېټه د دوشنبې په ماخستن د رایلز چلېنجرز بنګلور او ممبيي انډیئنز کرکټ لوبډلې ترمنځ لوبه کې ۲۰۲ منډې هدف و، چې ممبيي ته د بنګلور لخوا ورکړل شوی و.
ممبيي لپاره اېشن کشان ۹۹ منډې وکړې او پولارډ په ۲۰ توپونو نیمه سلیزه ووهله، چې لوبه مساوي شوه او سوپر اوور ته ولاړه.
دا لومړی ستر هدف و، چې لوبه یې سوپر اوور ته ولاړه.
۲۰۱۹ کې د پنجاب او راجستان لوبه په ۱۹۱ منډو مساوي کېدو سره لوبه سوپر اوور ته ولاړه او دغه لوبه راجستان وګټله.
۲۰۱۵ کې د ډیلي او کلکتې ترمنځ لوبه د ۱۸۵ منډو په ترڅ کې سوپر اوور ته ولاړه او کلکتې دا لوبه بیا ګټلې وه.

تېره شپه څنګه لوبه وشوه؟

ممبيي انډیئنز کرکټ لوبډلې ټاس وګاټه او توپ اچونه یې وکړه.
بنګلور کرکټ لوبډلې په شل اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره د دېفدت پاډیکل د ۵۴ منډو، د اېرون فېنچ د ۵۲ منډو او د ای بي ډیویلیرس د ۵۵ ناسوځېدلو منډو په مرسته ۲۰۱ منډې وکړې.
ممبيي لپاره هم اېشن کېشن او کیرون پولارډ غوره توپ وهنه وکړه.
کېشان په ۵۸ توپونو د ۹ شپږیزو او ۲ څلوریزو په مرسته ۹۹ منډې وکړې او بیا د شپږیزې وهلو د هڅې پر وخت بونډري کې کېچ شو.
پولارډ هم په ۲۰ توپونو چټکه نیمه سلیزه ووهله او لوبه سوپر اوور ته لاړه، چې سوپر اوور بنګلور وګاټه.
نن ماښام شپږ نیمې بجې ډیلي کپېټلز او سنرایزرز حیدراباد کرکټ لوبډلې د آی پي اېل ۱۱ مه لوبه کوي.
BUMRAH SUPER.JPG
tt.JPG