د نیکولاس پوران ډګر ساتنه؛ په نړیواله کچه یې خلګ حیران کړل

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
لیکنه: محمدصابر حمیدي

پرون د هند آی پي ایل سیالیو په نهمه لوبه کې د کینګز الیون پنجاب لوبډلې نامتو ویسټ انډیزي لوبغاړي نیکولاس پوران یوه جالیبه ډګر ساتنه وکړه، چې په نړیواله کچه یې خلګ حیران کړل.

د پوران ډګر ساتنه

د کینګز الیون پنجاب او راجستان رویالز ترمنځ په پرونۍ لوبه کې د راجستان یوه لوبغاړي غټ شاټ وواهه، چې په بونډرۍ کې نیکولاس پوران ولاړ وو او توپ پسي یو جالیب چمپ وواهه او توپ یې له بونډرۍ څخه په یوې جالیبې ډګر ساتني سره لوبغالي ته را دفاع کړ.
په دې سره نیکولاس پوران له شپږیزې څخه دفاع وکړه، خو که ورته بل ډګر ساتونکی نژدې وای، نو دا توپ حتمن کیچ نیول کېدی، چې بیا به دا کیچ د آی پي ایل په تاریخ کې یو جالیبه کیچ وای.

د پوران د دې ډګر‌ ساتني ستاینه

د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې پخواني نامتو لوبغاړي سچن ټنډولکر پر خپلې ټویټر پاڼې د یادي ډګر ساتنې ستاینه کړې او ویلې یې دي، چې د شپږیزې د مخنیوي لپاره د ده په ژوند کې دا تر ټولو جالیبه هڅه وه.


د نیکولاس پوران لوبډلې کینګز الیون پنجاب پر خپلې ټویټر پاڼې ویلې، دا په شل اوریزه سیالیو کې تر ټولو جالیبه صحنه وه، چې ومو لیدله.


ویسټ انډیز کرکټ بورډ بیا پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې ویلې، چې ایا دا د کرکټ په تاریخ کې یوه تر ټولو جالیبه ډګر ساتنه نه ده؟
https://www.facebook.com/windiescricket/posts/3787040541309190
 
د هند آی پي ایل لیګ پر خپلې ټویټر پاڼې ویلې، چې دا د کرکټ په تاریخ کې یوه غوره ډګر ساتنه ده او د دې ډګر ساتني تکرار به بیا رانه شي.

د کینګز الیون پنجاب او راجستان ترمنځ د پرونۍ لوبې حال

په یاده لوبه کې لومړی پنجاب لوبډلې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو  شلو اورونو کې یې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۲۳ منډې وکړې او راجستان ته یې د ۲۲۴ منډو هدف وټاکه.
پنجاب لوبډلې ته اګروال ۱۰۶، کیل راهول ۶۹، پوران ۲۵ او مکسویل ۱۳ منډې جوړې کړې.
کله چې راجستان لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو ورکړل شوی ستر هدف یې د لوبې په ۱۹،۳ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په ۴ ویکټو یې بریا خپله کړه.
د راجستان لپاره سیمسون ۸۵، تیواتي ۵۳، سمیت ۵۰ او آرچر بیا ۱۳ منډې جوړې کړې.

د آی پي یل لسمه لوبه

د آي پي ایل سیالیو لسمه لوبه نن ماښام ۶:۳۰ بجې رویال چلینجرز بنلګور او ممبي انډینز لوبډلې یو د بل په وړاندې ترسره کوي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.