سکوت غوره کول

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
ژباړه: نجم الرحمن ناصري

تر ټولو مهم ګام، چې انسان یې باید د خپلو افکارو او د وجود دننه او بهر د شخړو د کنټرول لپاره پورته کړي، د سوکت غوره کول دي. دا شخړې که دننۍ وي او که بېرونۍ، د انسان په اعصابو روح، روان او د وجود په کړو وړو ډېر زیات اغېز لري او د انسان ټول وجود او ژوند تر خپل اغېز لاندې راولي. ځکه باید مقدار او شدت یې یو څه کم کړو، په حداقل کې یې وساتو او د مثبتو ټاکنو خوا ته یې سوق کړو.
ویناوې کېدای شي زموږ د آرامش یا د غمګینۍ لامل شي، ځکه باید د خپلو ویناوو په اړه فکر وکړو. ژبنۍ او دننۍ لافې وهل زموږ د انرژي بربادوونکي دي او د جسمي عصبي او رواني ستړیا لامل کېږي.
زموږ موخه د دې شیانو رواستل حد اقل ته دي. باید له هغو محاورو او بحثونو څخه ډډه وکړو، چې اړین نه دي. باید د سکوت اهمیت درک کړو او په خپل ژوند کې یې پلی کړو او له ګټو څخه یې ګټه واخلو.
له خپل ځان او یا نورو خیالي شخصیتونو سره غږېدل او ذهني لافې وهل د عمر په ډېرېدلو سره زیاتېږي.
معمولاً انسانان غواړي چې وغږېږي، چې ځان مطرح کړي په داسې حال کې چې خپلو دردونو او د عمر تېرېدلو ته یې فکر نشته. انسانان معمولاً له ځان سره خوښ نوي او نه شي کولای چې له ځان سره په یوازیتوب کې و اوسي، ځکه له ځان او یا بهرنیو خلکو سره غږېږي او یا په شخړو کې وي. د سکوت لپاره تصمیم نیول د څو ساعتونو لپاره هم که وي موږ ته سکون رابښي او د ذهن غږ مو غلی کوي او یا یې هم کموي.
سکوت غوره کول په ځان باندې د تسلط یوه لاره ده او د ورزش په وخت کې باید خپل ذهن له هر ډول نارامۍ څخه وساتو، د څه په اړه فکر ونه کړو او ټول فکر مو د هغو حرکاتو خواته کړو چې سرته یې رسوو.
د سکوت غوره کولو لپاره تصمیم نیسو چې له خلکو او حتا ځان سره ونه غږېږو دا هغه هنر دی چې باید زده یې کړو. د سکوت کولو ارزښت د عالمانو، عارفانو او پوهانو لخوا په ښه ډول درک شوی. د سکوت لپاره تصمیم نیول، له هغو اغېز لرونکو لارو څخه دي چې انسان د ذهن له نارامۍ څخه ژغوري.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.