راشد لطیف: محمدنبي به د نړۍ په کچه لومړی درجه لوبغاړی پاتي شي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې پخواني لوبغاړي او روزونکي راشد لطیف ویلې، چې افغان لوبغاړی محمدنبي عیسی خېل به د نړۍ په کچه لومړی درجه لوبغاړی پاتي شي.
راشد لطیف وايي، چې نبي عیسی خېل به همداسي د الراوڼدرانو په نړیواله درجه بندي کې په لومړي ځای کې پاتې شي او بل لوبغاړی به له هغه څخه دا مقام ونه نیسي.
هغه افغان لوبغاړي میرویس اشرف ته دا خبره د یوه پوسټ لا لاري لیکلې.

محمدنبي عیسی خېل

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو او تکړه لوبغاړی محمدنبي عیسی خېل د شل اوریزه او یو ورځنیو لوبو په نړیواله درجه بندي کې د نړۍ لومړی نمبر الراونډر لوبغاړی دی او د نړۍ پر ټولو الراونډرانو باچاهي کوي.
نبي عیسی خېل د افغان کرکټ ملې لوبډلې لپاره درې ټیسټ، ۱۲۴ یو ورځنۍ او ۷۵ بیا شل اوریزه لوبې ترسره کړې دي.
هغه په ټیسټ لوبو کې ۳۳ منډې او ۸ ویکټې، په یو ورځنیو لوبو کې یې ۲۷۸۲ منډې او ۱۳۰ ویکټې او د دې ترڅنګ یې بیا په شل اوریزه سیالیو کې ۱۳۱۶ منډې او ۶۹ ویکټې اخیستې دي.
نبي عیسی خېل د افغان کرکټ ملې لوبډلې ترڅنګ د پاکستان، بنګله دېش، هندوستان، ویسټ انډیز، اسټرالیا او انګلستان هیواد په کورنیو تجارتي سیالیو کې لوبېدلی.
هغه اوس په متحده عربي اماراتو کی دی او د حیدراباد لوبډلې سره په آی پي ایل سیالیو کې لوبیږی.

راشد لطیف

راشد لطیف د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې پخوانی لوبغاړی او روزونکی وو، چې د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره یې د ۱۹۹۲م څخه بیا تر ۲۰۰۳م پوري کرکټ وکړ.
هغه ۳۷ ټیسټ، ۱۶۶ یو ورځنۍ، ۱۵۶ فرسټ کلاس او ۲۴۹ بیا لیست اې لوبې ترسره کړې دي.
په ټیسټ لوبو کې یې ۱۳۸۱ منډې، په یو ورځنیو لوبو کې یې ۱۷۰۹ منډې، په فرسټ کلاس لوبو کې یې ۵۰۹۴ منډې او په لیست اې لوبو کې یې بیا ۳۱۰۸ منډې جوړې کړې دي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.