خلیلزاد: طالبان اوربند نه کوي، تاوتریخوالي راکمولو ته کار کوو

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
راپور: بشر درویش

د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتوځانګړی استازی وايي، فکر نه کوي چې طالبان به تر هغه وخته اوربند وکړي چې تر هغې دواړه خواوې سیاسي موافقې ته نه وي رسیدلي.
نوموړي دا خبرې د له پي سي بي نیوز سره په مرکه کې کړي دي.
ده ویلي طالبان به اوربند ونه مني.
ښاغلي خلیلزاد ویلي:

«موږ ژمن یوو چې د تاوتریخوالي کمولو په اړه یوې هوکړې ته رسیدو لپاره له دواړو لورو سره کار وکړو. په راتلونکو څو میاشتو کې څلور زره یا پینځه زرو ته د خپلو ځواکونو کمولو وروسته ، موږ به دا ارزونه وکړو چې طالبان له دوی  سره کړو ژمنو کې چیرته دی.»

ده ویلي مستقماً خبرو کې نه یوو ښکیل، خو واشنګټن د داسې موافقې ملاتړ کوي چې د ټولو افغانانو په ځانګړي توګه د لږکیو او ښځو حقونو ته په کې پاملرنه شوي وي.
ځانګړي استازي ویلي:

«موږ د دې خبرو اترو د بریا وخت ټاکلو لپاره هیڅ قانوني نیټه نه ده ټاکلې. موږ مستقیم په خبرو اترو کې دخیل نه یو. دا د افغانانو ترمنځ خبرې دي. دوی نه غوښتل بهرنيان د اسانتیاو او منځګړیو په توګه په پروسه کې دخیل شي.»

باید وویل شي چې شا او خوا دوه اونۍ وړاندې په قطر کې بین الافغاني خبرو پرانیسته شوې، خو تر اوسه د تماس ګروپونو ترمنځ مسایل نه دی نهايي شوي.
دواړه لوري یو بل تورنوي چې په خبرو کې ستونزې پيدا کوي.
 
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.