نبيل: ډاکتر نجيب الله هيڅکله پاکستان ته سر ټيټ نه کړ!

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

خبريال: مدثر دعوت
د ملي امنيت پخواني عمومي رئيس او د تېرو ولسمشريزو ټاکنو نوماند رحمت الله نبيل وايي ډاکتر نجيب الله هيڅکله پاکستان ته سر ټيټ نه کړ.
نبيل پداسې حال کې دا څرګندونې کوي چې نن د ګلبدين حکمتيار پلويانو د لويې جرګې په تالار کې د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکتر نجيب الله د ۲۴م تلين د لمانځلو مخه ونيوله.
رحمت الله نبيل پر خپلې فيسبوک پاڼې ليکي: ”

دا به انصاف نه وي، چې یوې سیاسي څېرې ته یوازې او یوازې له یوه اړخه وکتل شي او په اړه یې بحث وشي. موږ د تاریخ په اوږدو کې څو بعدي او څو اړخیز شخصیتونه لرو.
دلته د یوه داسې چا په اړه بحث او خبره ده، چې د خپل سیاسي او کاري ژوند په اوږدو کې یې دوه مرحلې تېرې کړې دي، چې یوه یې د (خاد) او بله هغه یې د ولسمشري ده.
د دې دواړو دورو په اړه یوازې تاریخ قضاوت کولای شي. هغه څه، چې ده د (خاد) په دوره کې تر سره کړي او هغه یې چې د ولسمشرۍ پر مهال کړي په خپل منځ کې سره جلا دي.
دا چې ډاکټر نجیب الله د خپل سیاسي ژوند پر مهال لکه د افغانستان د نورو سیاسي او جهادي څېرو په څېر هسكې او ټيټې درلودې په دې کې هېڅ شک نشته او سترګې نه شي پټېدای، خو یو څه چې د ډاکټر نجیب الله پر وړاندې یې د افغانستان خلک سره په یوه نظر کړي؛ هغه د پاکستان پر وړاندې د نوموړي درېدل و. هغه له پاکستان سره په تقابل کې خپل سر بایلود، خو د ژوند تر وروستۍ شېبې پورې یې سر ورته ټیټ نه کړ. په داسې حال کې چې هغه کولای شوای، د خپل قدرت او ژوند د بقا په بدل کې د ملي مسایلو پر سر له پاکستان سره معامله وکړي. خو ډاکټر نجیب هېڅ کله ونه غوښتل چې د خپل سیاسي ژوند د تاریخ په ټنډه باندې دا تور داغ پرېږدي.
کله چې شوري ځواکونه له افغانستان ووتل، نو د پاکستان د ملکي او نظامي مشرانو په مشوره پر افغان خاوره د پاکستان لخوا یرغل وشو، چې پاکستاني نظامیان په مستقیمه توګه په دغه یرغل کې ښکېل وو، ډاکټر نجیب الله د «د جلال اباد» د جګړې تر نامه لاندې د زرګونه نورو وطنپالو افغانانو پر مټ او قربانۍ له خپل وطن څخه په کلکه دفاع او ننګه وکړه او پاکستان ته یې تاریخي درس ورکړ.
پاکستان ته دغه تاریخي درس ددې لامل شو، چې په هر ډول وي، باید ډاکټر نجیب الله نور له منځه یوسي او دا یې خپله تر ټولو لویه موخه وټاکله.
روح یې ښاد او یاد یې تلپاتې!
‏چې زما د کور اغزي ته کاږه ګوري
‏اور دې بل شي د هغوی په ګلستان