کروندګرو سره مرسته؛ نیمروز کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
راپور: بشر درویش

د نیمروز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت په مرکز او درې ولسوالیو کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه د ۳۵ پروژو چارې روانې دي، چې رغنیزې چارې یې ۷۰ سلنه بشپړ شوي دي.
د نیمروز ولایت د کرنې ریاست د کرنېزو چارو امر انجنیر ذبیح الله اولیازاده وایي، چې په دې ولایت کې د کروندګرو او بڼوالو ستونزو د را کمېدو په پار ۳۵ پروژې پلي کیږي، چې په دغو پروژو کې د پیازو ۱۵ زېرمتونونه او ۲۰ ممیزخونې جوړول شامل دي، چې رغنیزې چارې یې ۷۰ سلنه بشپړ شوي دي او پاتې چارې به یې هم ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د اولیازاده په وینا د دغو پروژو په پلي کېدو سره به د کروندګرو او بڼوالو د حاصلاتو د خرابېدو، خوسا کېدو او د ټیتې بیې پلور مخه ونیول شي تر څو له یوې خوا د کروندګرو حاصلات وساتل شي او لې بلې خوا د بازار مدیرت هم وشي.
د افغانستان د کرنې وزارت وايي، په تېرو کلونو کې د نیمروز ولایت یوشمېر بزګران د زېرمتونونو او ممیزخونو د نه شتون له وجې خپل محصولات په ټیټه بیه خرڅول او یا ترې خوساکېدل خو سږکال دوی په دې خوښ دي، چې دکرنې وزارت له خوا د دوی لپاره زېرمتونونه او ممیزخونې جوړيږي، چې دوی وکولای شي، خپل محصولات په کې خوندي او په مناسب وقت او مناسبه بیه یې مارکېټ ته وړاندې کړي.
په نیمروز ولایت کې دکرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې پلي کول ددې ترڅنګ چې، د بزګرانو او بڼوالو له هرکلی سره مخ او د دوی د خوښي لامل شوي دي ددې ولایت یوشمېر اوزګارو کسانو ته د دندې زمینه هم برابره کړې ده.
د هغو کسانو له ډلې چې په دغو پروژو کې کار کوي یو هم حمید عبدالقادر دی، هغه وایي خوښ دی، چې په خپله سیمه کې ورته د دندې زمینه برابره شوې ده او له دې لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوي.
سرچینه زیاتوي؛ د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژه په ټول هېواد کې بڼوالو او بزګرانو ته نږدې ۱۲ زره ودانۍ جوړوي او دغه راز د سبو او مېوو د وچوونکو دستګاوو په وېش سره سلګونو مېرمنو ته د کار زمینه برابروي.
هفته‌نامه دهقان

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.