لیکنه: محمدصابر حمیدي
د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې او په آی پي ایل سیالیو کې د سنرایزر حیدراباد لوبډلې نامتو او تکړه توپاچونکي راشدخان ارمان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې سږ کال په آی پي ایل سیالیو کې سلو توپاچونکي تر نورو توپاچونکو بریالي دي.
راشدخان ویلې، سږ کال په آی پي ایل سیالیو کې ځکه سلو توپاچونکي بریالي دي، چې د متحده عربي اماراتو ټول ویشتنځایونه سلو توپاچونې ته جوړ دي.
د راشدخان په وینا د متحده عربي اماراتو زیات لوبغالي پراخ دي، چې دا یې هم سلو توپاچونکو ته د ښې توپاچونې لهپاره زمینه برابره کړې ده.
راشدخان په آی پي ایل سیالیو کې
د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې لوبغاړی راشدخان ارمان اوس په متحده عربي اماراتو کې دی او د سنرایزر حیدراباد لوبډلې سره لوبیږي.
راشدخان ارمان د سنرایزر حیدراباد لوبډلې یو کلیدي لوبغاړی دی او هر وخت یې دې لوبډلې ته له ځانه وړتیاوي ښوودلې دي.
د هند په آی پي ایل سیالیو کې د راشدخان ارمان ترڅنګ محمدنبي عیسی خېل او مجیب ځدران هم لوبیږي.
آی پي ایل سیالۍ
د هندوستان هیواد آی پي ایل سیالیو ۱۳م پړاو اوس په متحده عربي آماراتو کې روان دی.
تر دې دمه د دې لیګ اووه لوبه ترسره شوي، چې لومړۍ لوبه چینای سوپر کینګز، دویمه لوبه ډهلي کپیټلز، درېیمه لوبه رویال چلینجرز بنګلور، څلورمه لوبه راجستان رویالز، پنځمه لوبه ممبي انډینز، شپږمه لوبه کینګز الیون پنجاب او اووه لوبه بیا پرون ډهلي کپيټلز وګټله.
د دې لیګ اتمه لوبه
د آی پي ایل سیالیو اتمه لوبه نن ماښام ۶:۳۰ بجې سنرایزر حیدرآباد لوبډله د کلکتې نایټ رایډرز کرکټ لوبډلې سره ترسره کوي.