له بېلابېلو خلکو سره د اړیکو ګټه

سپینه تجريدي ډیزاین

ژباړه: نجم الرحمن ناصري
د انسانانو ځینې ځانکړنې په بېلابېلو وختونو کې بدلون مومي. انسان د ژوند په هره دوره کې ځانګړې اړتیاوې لري. د ماشومانو نړۍ له معصومیت، ښادي او کنجکاوۍ څخه ډکه وي، ماشومان ډېر پام او تحسین او آزادۍ ته اړتیا لري.
ځوانان معمولاً په خپلو هیلو کې ژوند کوي او له اضطراب او وېرې څخه ډک دي، خو بیا هم د انرژي منبع وي. باید د ښه ژوند فلسفه زده کړي او په ښادۍ جسارت او لذت خپل ژوند ته ښکلا ور وبښي.
هغه کسانو  چې د ژوند شپږ کلنه تجربه لري، لکه د نیا او نیکه د آوریدو، ویناوو تجربیاتو منبع دي او ډیر دردونه یې تجربه کړي، د ژوند طبیبان دي. ځکه چا چې درد لیدلی وي، ‌ډاکټر دی. ځینې تجربې او پېژندنې د وخت په تېرېدلو لاسته راځي چې ځوانان باید له هغې څخه غافل نشي.
انسان باید خپلې اړیکې له خلکو سره په بېلابېلو سنینو کې حفظ کړي، ځوانان باید دا درک ولري چې نیا او نیکه د دوی مینې او احترام ته اړتیا لري، معمولاً هغه ماشومانو چې له نیکه او نیا سره ژوند کړی او یا د هغوی د تربیې تر اغېز لاندې راغلي وي، د هغوی تحسین آزادي او پام یې له ځانه سره درلودلی او ښه تربیه او پالل شوي دي.
دا ډول کسان معمولاً په خپل ژوند کې بریالي دي او ډېر کم به په انفعال ککړ شي.
انسانان پر دې سربېره چې په سلیقو او افکارو کې يې توپیر شته باید د یو بل پیاوړتیاوو ته احترام وکړي، قبول یې کړي او دا باید درک کړي چې د انسان پیژندګلوي له نورو خلکو سره تعلق لري او موږ ټول د نورو انسانانو له ښو افکارو اختراعاتو، هنر او اکتشافاتو څخه ګټه اخلو، نو ځکه باید یو بل ته د نظر ورکولو فرصت ورکړو.
څوک چې روح او زړه یې له انسانانو سره ده، غم او ښادي یې په ټول وجود احساس کوي، د نیکبختۍ خواته یې ګام پورته کړی، ځکه هېڅ انسان په یوازې ځان نشي کولای چې خوشبخته شي. باید خپله مینه، عشق او پام د ځمکې ټولو انسانانو ته په وړیا توګه ورکړي. احساسات، مینه او فکرونه مو باید په هغوی کې جریان ولري.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.