غوره توپوهنه؛ راهول ۱۳۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د آی پي ایل سیالیو په شپږمه لوبه کې پرون پنجشنبه رویال چلینجرز بنګلور لوبډله د کینګز الیون پنجاب لوبډلې سره ولوبېده، چې په یاده لوبه کې د کینګز الیون پنجاب ټیم لوبډلمشر کیل راهول ۱۳۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د کینګز الیون پنجاب او رویال چلینجرز بنګلور ترمنځ د لوبې حال

په یاده لوبه کې لومړی کینګز الیون پنجاب لوبډلې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۶ منډې وکړې او رویال چلینجرز بنګلور لوبډلې ته د ۲۰۷ منډو هدف وټاکی.
د پنجاب لپاره کیل راهول ۱۳۲ ناسوځېدلې منډې، اګروال ۲۶، پوران ۱۷ او نایر بیا ۱۵ منډې جوړې کړې.
کله چې بنګلور لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو د لوبې په ۱۷ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۰۹ منډې جوړې کړې او په ۹۷ منډو توپير یې د پنجاب لوبډلې څخه سخته ماته وخوړه.
د بنګلور لپاره ۳۰ منډې ساندر، ۲۸ منډې ډیویلرز او پینچ بیا ۲۰ منډې جوړې کړې.
د پنجاب لپاره راوي بیشانو او مورګان اشواین درې ـ درې، شولډن کوټریل دوې، خو محمد شامي او کلین مکسویل بیا یوه ـ یوه ویکټه واخیستله.

د کیل راهول توپوهنه

کیل راهول په پرونۍ لوبه کې ۱۳۲ ناسوځېدلې منډې په ۶۹ توپونو باندي جوړې کړې.
یادو منډو کې راهول ۱۴ څلوریزې او ۷ بیا شپږېزې ووهلې.
د توپوهنې سټرایک ریټ یې ۱۹۱،۳ وو.

د آی پي ایل اوومه لوبه

د آی پي ایل سیالیو په اوومه لوبه کې نن ماښام ۶:۳۰ بجې چینای سوپر کینګز د ډهلي کپيټلز په وړاندې لوبیږي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.