راپور: بشر درویش
د خوشتپې د سربند د پروژې د ارزونې او شننې اړوند غونډه وشوه.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري په مشری د امریکا متحد ایالاتو نړیوالې پراختیایي ادارې «USAID»، د «SWIM» پروژې او قراردادي شرکت له چارواکو سره د خوشتپې کانال د سربند د پروژې د دویم پړاو د ارزونې او ششنې غونډه وشوه.
یاد وزارت یوه خبرپاڼه کې لیکلي؛ په دې غونډه کې وویل شوه، چې ټاکل شوې د روان کال د نوامبر په لومړی نېټه د کندز په ولایت کې د امو سیند په مسیر کې د خوش تپې کانال د سربند د سیمي څېړنه پیل شي.
ویل شوي؛ په دې څېړنه کې به روښانه شي، چې سربند د امو دسیند په کومه برخه کې په پام کې ونیول شي.
د خوشتپې د اوبولګولو د پروژې اوبه د امو له سینده تامنیږي، چې د کندز له ولایت څخه پیل او د فاریاب په ولایت کې پای ته رسیږي.
د کرنې وزارت زیاته کړې؛ ددې پروژې په پلي کولو سره څه باندې ۵۰۰ زره هکټاره نوي ځمکې د خړوبولو تر پوښښ لاندې راځي. د یادې پروژې د لومړي پړاو څېړنې بشپړ شوي دي او د ۲۰۲۱ ام کال په لړ کې به نور پړاوونه یې هم بشپړشي.
په دې غونډه کې د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د خوشتپې د پروژې د دویم پړام د شونتیا سنجولو د ماطالعاتو په برخه کې د «USAID» ادارې او «SWIM»» پروژې له همکاریو مننه وکړه.
دغه راز په دې غونډه کې د خوشتپې پروژې د سربند په اوږدو کې د بلخ ولایت د کلدار سیمې تر ۸۰ کیلومتری چې د خوشتپې د پروژې کابو ۳۰ سلنه جوړوي د شونتیا سنجولو په هکله هم خبرې اترې وشوې. د SWIM»» پروژه پاتې سیمې له خوشتپې د کلدار ترسیمې چې ۸۰ کیلو متره اټکل کیږي، د لایحې شرایط «ToR»، د شونتیا سنجولو اسانتیاوې او د اړتیا وړ بودیجه تخمین او محاسبه کوي.