ژباړه: عطا محمد میاخېل
د وخت مدیریت هغه مهارت دی چې له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو خپل ټول کارونه په خپل وخت ترسره کړئ او هېڅکله د وخت له کمښت سره مخامخ نه شئ.
د وخت د مدیرت لارې چارې
وخت د فرد یو له لوړ بیه لرونکو څیزونو څخه دی، ډېری کسان د خپلو ورځنیو کارونو په ترسره کولو کې د وخت له کمښت سره مخامخ کېږي او نه شي کولای، چې خپل کارونه پر وخت او په سمه توګه ترسره کړي، په دې وخت کې د وخت مدیریت ته اړتیا احساسېږي.
د وخت مدیریت هغه مهارت دی، چې له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو خپل ټول کارونه په خپل وخت ترسره کړئ او هېڅکله د وخت له کمښت سره مخامخ نه شئ.
هغه کسان، چې په خپل ژوند کې د وخت د مدیریت لپاره پروګرام لري، خپل کارونه پر وخت او په سمه توګه ترسره کوي، دا کسان له خپل وخت څخه په سمه او اغېزناکه توګه ګټه اخلي، ځکه د وخت د مدیریت تمرینونه او مهارتونه یې په سمه توګه زده کړي دي او په خپل شخصي ژوند کې یې ترې ګټه اخیستې ده.
۱ ـــ د وخت د مدیریت له مهمو تخنیکونو څخه د نا اړینو څیزونو لرې کول دي
یوه له ستونزو څخه، چې موږ ټول ورسره لاس و ګرېوان یو، په خپلو کارونو باندې د ډېر وخت لګښت دی، له دې امله، د وخت په مدیریت سره کولای شئ، د کارونو د ترسره کولو لپاره دا اضافي وختونه را کم کړئ، ځکه د نا اړینو څیزونو لرې کول به مو ژوند ګټور او اغېزناک کړي.
هر هغه څه، چې اصلي موخې ته د رسېدو په لاره کې خنډ ګرځي، کولای شي نا اړین وي. د بېلګې په توګه، که موخه مو د برېښنالیک کتل وي، نو په فېسبوک کې د ۴۵ دقیقو لپاره ګرځېدو ته اړتیا نه شته.
د وخت په مدیریت کې کارونه باید په ټاکلي وخت ترسره شي، له دې امله نباید د فرعي کارونو لپاره ډېر وخت په پام کې ونیسئ، ځکه د دې وخت لګښت د دې سبب ګرځي، چې کارونه په خپل وخت ترسره شي.
تاسو باید د خپل ژوند اړین او نا اړین کارونه مشخص کړئ او د دې کارونو په ترسره کولو سره، د خپل ژوند رښتینې او واقعي اړتیا وپېژنئ.
۲ ـــ طرحه یا د کاري رول لرل، د وخت د مدیریت یوه له مهمو تګلارو څخه ده
د کارونو له ترسره کولو څخه مخکې د آیډیاوو (نظریو) وړاندې کول، ډېر لوړ ارزښت لري، نو غوره ده، چې هره ورځ د خپلو کارونو له ترسره کولو څخه مخکې یوه آیډیا په پام کې ونیسئ.
تر کار ځایه د تګ په وخت د موټر چلوونې یا پلي مزل پرمهال، د فکر کولو لپاره د وخت ځانګړي کول، د دې سبب ګرځي، چې د خپلو ورځنیو کارونو له ترسره کولو څخه مخکې یوه آیډیا ولرئ، ترڅو کارونه مو په سمه توګه ترسره شي.
د خوب وخت یو له هغو وختونو څخه دی، چې کولای شئ د خپلې راتلونکې ورځې یا خپلو راتلونکو ورځو په اړه فکر وکړئ او راتلونکې ورځ په پرانیستي او چمتو ذهن د کار ځای په لور لاړ شئ. هغه وختونه، چې په پروګرام جوړونې باندې مصرفېږي، تاسو خپلې موخې ته لا ډېر نږدې کوي.
۳ ـــ څو دنده ایزې کړنې د وخت مدیریت د مهارتونو له مهمو ټکو څخه ګڼل کېږي
ځینې کسان د یو بل ترڅنګ د څو کارونو د ترسره کولو وړتیا لري، د یو بل ترڅنګ د څو کارونو د ترسره کولو دا استعداد، تاسو په دې باندې توانوي، چې له نورو څخه مخکې واوسئ، خو داسې کسان هم شته، چې د یو بل ترڅنګ د څو کارونو د ترسره کولو وړتیا نه لري، خو له دې تګلارې څخه ګټه اخلي، چې دا چاره د دې سبب ګرځي، چې هغوی خپل هېڅ کار په سمه توګه ترسره نه کړي او په پای کې د کارونو له ترسره کولو څخه ناهیلي شي.
۴ ـــ د دندو په پېژندلو سره، د وخت مدیریت د مهارتونو ډېرښت
په پیل کې د څو کارونو او یوه کار د ترسره کولو لپاره د وخت مشخص کول، ډېر ارزښتمن دی. د بېلګې په توګه: په کار ځای کې په بشپړه توګه د چک لېستونو ترسره کول، له هغو کارونو څخه دی، چې باید په څو کاره بڼه وي، ترڅو په وخت کې سپما وشي، خو د ځانګړو پروژو ترسره کول، باید په یو کاره بڼه وي، ترڅو په لوړه کچه ترسره شي او هغې ته ځانګړی وخت او حواس په پام کې ونیول شي.
۵ ـــ د کار پرمهال د دمې کمول، د وخت د مدیریت له اصولو څخه ګڼل کېږي
په ژوند کې مخه نیونکي څیزونه وپېژنئ او را کم یې کړئ، خو ښایي ونه شئ کولای، چې دا موارد را کم کړئ، خو هرومرو کولای شئ له هغو سره د مخامخ کېدو او چلند په لارو چارو پوه شئ او بدلون ورکړئ.
د بېلګې په توګه، که چېرې یو له دوستانو څخه مو، د ستاسو د کاري پروژې د ترسرکولو پرمهال، تاسو ته یو کار درسپاري، لومړی باید کومه پروژه، چې پیل کړې مو ده، پای ته ورسوئ او وروسته نوی کار پیل کړئ.
خو کله وخت شرایط بل ډول وي. د بېلګې په توګه، که رییس مو له تاسو څخه د یوه کار د ترسره کولو غوښتنه وکړه، نو کاري لومړیتوب به مو د رییس کار وي.