پریټي زینټا یو ځلې بیا په پښتو ژبه خبرې کړي + ویډیو

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د هندوستان هیواد نامتو فلمي اداکارې پریټي زینټا یو ځلې بیا په پښتو ژبه خبرې کړي، چې دا ویډيو یې پر خپلې ټویټرپاڼې او فیسبوک پاڼې خپره کړې.
په پښتو ژبه د څرګندونو دا ویډيو، چې ډېرو هیوادوالو پر ټولنیزو رسنیو لاس پر لاس کړې، پکې پریټي زینټا غوښتي، آی پي ایل سیالۍ د کورونا ویروس څخه د خوندیتوب په موخه خپلو کورونو کې وګورئ.

هغې یاده ویډيو کې ویلې:
«سلامونه مینوالو په کور پاته شئ، خوندي پاته شئ، خوشحاله او هوسا آی پي ایل وګورئ، ټولو نه مننه.»


د دې ترڅنګ پریټي زینټا د یادې ویډيو سره په لیکنه کې لیکلې، چې د پښتو ژبې زده کولو لپاره یې ډېر هڅې کړې.

هغې وویل:
«زه د آی پي ایل په هر پړاو کې هڅه کوم، نوي څه زده کړم، خو د پښتو ژبي د زده کولو لپاره تر هر څه ډېر کوښښ کوم. که چیري مي په پښتو ویلو کې کومه ستونزه ده، نو ډېره بخښنه غواړم.»

پریټي زینټا ولي پښتو وايي؟

پریټي زینټا په آی پي ایل سیالیو کې د کینګز الیون پنجاب لوبډلې مالکه ده، چې ورسره افغان لوبغاړی مجیب ځدران په لوبډله کې شتون لري.
د پښتو ژبې دا ویل یې د مجیب ځدران څخه زده کړي او هر ځلې یې هم د مجیب ځدران په خاطر پښتو جملې ویلې، چې پر ټولنیزو رسنیو په زیاته کچه لاس پر لاس کیږي.
د دې څخه څرګندیږي، چې هغه له پښتو ژبې او افغان لوبغاړي مجیب ځډران سره ځانګړې مینه لري.
تر دې مخکې د آی پي ایل سیالیو په تېر پړاو کې هم پریټي په پښتو ژبه خبرې کړې وې، چې زیاتو افغانانو یې دا کار وستایه.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.