امریکایان ډونالډ ټرمپ ته په غوسه دي، وایي: ټرمپ امریکا وژني

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

خبریال: فضل الله فضلي
د امریکا د متحده ایالاتو اوسېدونکي ددې هیواد ولسمشر ته په غوسه دي، وايي چي د نوموړي له امله په امریکا کي له کرونا ویروسه د خلګو مړیني له ۲ لکو واوښتې.
په امریکا کي په دې وبا د اخته سوو کسانو شمېر له ۷ مېلیونو واوښت.
People from the COVID Memorial Project place American flags on the National Mall in Washington DC as the US coronavirus death toll nears 200,000 lives lost [Jim Lo Scalzo/EPA]
همداراز له وبا څخه د مړینو شمېر له ۲ لکو هم واوښت او روغ سوي کسان پکښي تر ۴ مېلیونو ډېر دي.
ډونالډ ټرمپ ویلي چي په خپل دفتر کي یې یو ځل بیا دا ناروغي خپره سوې ده.
د امریکا د ناروغیو کنټرول او مخنیوي مرکزونو په وینا په متحده ایالاتو کي د تلفاتو ۷۰ سلنه له ۶۵ کالو څخه پورته عمر لرونکي خلکو کي ده.
بلخوا د واشنګټن د روغتیا انسټیټیوټ وړاندوینه کړې، چي د ۲۰۲۰م کال تر پایه به د مړیو شمېره نږدې ۴ لکو ته ورسیږي، چي په ډیسمبر میاشت کي به هره ورځ د مړینو شمېر ۳۰۰۰ وي.
COVID-19: Death toll in US crosses 20,000; registers nearly 2,000 deaths in 24 hours
ددې هیواد اوسېدونکي ډونالډ ټرمپ ته ځکه په غوسه دي، چي په وینا یې د ناسم مدیریت او خپل سرۍ له امله يې د کرونا ویروس کنټرول ونسوای کولای.
ټرمپ څه موده مخکي د روغتیا نړیوال سازمان تورن کړ، چي د ویروس په کابو کولو کي پاته راغلی او د چین سره لاس لري.
نوموړي له همدې امله یو ځل میلیونونه ډالره مرسته پردې سازمان بنده کړل او وروسته یې امریکا ددې سازمان له غړیتوبه وایستل.
بلخوا بیا د روغتیا نړیوال سازمان د ټرمپ داسي ادعاوي ردي کړي دي.