ژباړه: نجم الرحمن ناصري
خاکشیر د هغو خوړو له جملې څخه دي چې د تندې د له منځهتللو لامل کېږي. دلته مو هوډ کړی چې د داسې دانه په هکله تاسو ته مالومات وړاندې کړو چې له پخوا څخه د مشرانو او ډاکټرانو له خوا موږ او تاسو ته توصیه کېږي.
د پوست ښووالی له خاکشیر سره
د جلد د لکو په ځانګړې ډول د مخ د لکو د منځه وړلو لپاره تر ټولو ښه روش د خاکشیر او ترنجبین څښل دي. هغه کسان چې د ورځې او په مستمر ډول د ۳ اوونیو لپاره له د جوړښت څخه ګټه واخلي وروسته له یوې مودې څخه د به د روښانه جلد او مخ خاوند وي. د دې جوړښت د جوړولو لپاره لومړی باید ترنجبین د ۵ ساعتونو لپاره په اوبو کې لوند شي وروسته له د څخه باید دوې قاشقې پاک شوی خاکشیر ور اضافه کړي.
اسهال رغوونکی
اوړي کې د ماشومانو ابتلا په اسهال باندې ډېره وي. د دې ناروغي د درمان لپاره باید لومړی خاکشیر نینې (بریان) شي او وروسته له اوبو او شاتو سره یوځای او دا جوړښت ناروغ ته ورکړل شي.
د ادراري مجراوو التهاب
خاکشیر د ادراري مجراوو د التهاب لپاره اغېز لرونکی دی، په ځانګړي ډول هغه وخت چې ناروغ د کلیه ډبره ولري او د دې ډبرې موجودیت په کلیه کې د ادراري مجراوو د التهاب لامل شوې وي. په د وخت کې د ۴ تر ۵ ګیلاسه خاکشیر څښل چې د طبیعي شیریني په واسطه لکه سکنجبین سره خوږ شوی وي ډېر ګټور بلل کېږي.
د خولې بدبوی
د خولې بدبوی داسې یو شی دی چې ستاسو حضور په ټولنه کې محدود کوي. خاکشیر د وجود د زهرو د له منځه وړلو لامل کېږي او د تنفسي مجراوو د خلط (بلغم،وینه) د دفع لامل کېږي، په پایله کې د خولې بد بوی له مینځه وړي. د دې لپاره هره ورځ یو ګیلاس خاکشیر او ترنجبین وڅښئ.
د نارینه د جنسي قوت پیاوړتیا
که د نارینه د جنسي قوا ضعف د سودا د غلبه لپاره وي،د خاکشیر مصرف د مزاج د اصلاح لامل کېږي دا ستونزه حل کوي، او په نارینه کې عقامت له منځه وړي.
د خاکشیر د مینځلو لارښود
د خاکشیر دانې تر ډېره حده پاڼې او ریګ لري، د دې لپاره باید ښه ومینځل شي. د دې کار لپاره داسې عمل وکړئ:
لومړی د خاکشیر دانې په یوه کاسه کې واچوئ او له اوبو څخه یې ډکه کړئ، وروسته خاکشیر وښورئ چې دانه یې جلا شي. باید یو څو شیبې پریښودل شي چې خاکشیر ښکته کېني، ډېر په نرمۍ باید اوبه ورڅخه خالي شي د دویم ځل لپاره یې بیا په اوبو کې واچوئ چې پورې چې خاکشیر ښه وځلېږي. او تر څو دا کار وکړئ چې په خاکشیر کې هېڅ ریګ پاتې نشي.
د خاکشیر د مصرف څرنګوالی
۱-خاکشیر باید د څو ساعتونو لپاره په سړو اوبو کې لوند شي او وروسته ورڅخه ګټه پورته شي.
۲-خاکشیر د څو شېبو لپاره وېشوئ او وروسته یې میل کړئ.
۳-لومړی خاکشیر ښه وټکوئ او ضماد ترینه جوړ کړئ چې له دې ضماد څخه موضعي ګټه اخیستنه د ټپ او ورم رغوولو ته مرسته کوي.