خبريال: مدثر دعوت
ګاتم ګمبير وايي که محمدنبي د حيدر اباد پرځای د بلې لوبډلې سره وای نو ټولو ۱۴ لوبو کې به لوبېدلای.
د هندوستان کريکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي ګاتم ګمبير د سټار سپورټس شبکې سره په مرکې کې ويلي چې سنرايزرز حيدر اباد لوبډله د محمد نبي په ارزښت نه پوهېږي،او باید ددې لوبډلې سره نه وای.
ګاتم ويلي چې نبي که څه هم په کارابين لېګ کې ښې لوبې وکړې خو په شل اووريز کريکټ کې اې بي ډيولرز،ډېويډ وارنر، راشدخان او کيرن پولارد سره په کټګورۍ کې ندی.
ګمبير ويلي چي نبي تر رسل ډېر شاته ندی، که د افغانستان او نورې نړۍ د کريکټ امکانات سره پرتله کړو نو دی فوق العاده ده.
نوموړی وايي په IPL کې د سنرايزرز حيدر اباد لوبډله محمدنبي ته ډېر چانس نه ورکوي،ځکه د هغوی سره څلور نور قوي لوبغاړي ( راشدخان، جوني بيرسټو، کين ويليمسن، ډېويډ وارنر) هم ورسره دي.
دی وايي تېرکال په نوي توپ سره د محمدنبي تاثري توپ اچوونه او په منځني اوورونو کې توپوهنه وليدله، د هغه ډګرساتنه هم غوره ده ، په اوس وخت کې نوموړی د نړيوال کريکټ يو با ارزښته لوبغاړی دی.
په تېرو کلونو کې محمدنبي د حيدراباد لوبډلې لپاره په ۸ لوبو کې لوبېدلی چې ۸ ويکټې يې اخيستي،که څه هم په توپوهنه کې ډېر چانس ندی ورکول سوی خو بيا هم ۱۱۵ منډې لري.